د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۹ کب ۱۴۰۲ کابل ۱۲:۳۷

خلیل‌زاد:‌ د افغان سولې د هوکړې په مسوده کې له ۴ مواردو یې پر دوو هوکړه شوې


د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیل‌زاد
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا استازی زلمی خلیل‌زاد

امریکا او طالبان له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو هېوادونو پر ضد د افغانستان د خاورې د نه‌کارولو په اړه په مسوده کې هوکړې ته رسېدلي دي.

د طالبانو د هیئت او امریکا ترمنځ ۱۶ ورځنۍ خبرې اترې پرون سې شنبه د قطر په پلازمېنه دوحه کې له یو لړ پرمختګونو سره پای ته ورسېدې.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن استازي زلمي خلیل‌زاد پر خپل ټویټر لیکلي چې د سولې لپاره شرایط بهتر شوي او روښانه ده چې ټول لوري د جګړې د پای ته رسېدو غوښتونکي دي.

د ښاغلي خلیل‌زاد په وینا، د خبرو اترو په دې پړاو کې د سولې لپاره واقعي ګامونه پورته شوي دي.

د امریکا دغه استازي د دوحې د خبرو د پای ته رسېدو په اړه پر خپل ټویټر همدارنګه ویلي:

"سوله په څلورو برخو کې هوکړې ته اړتیا لري، د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې ډاډ، د ځواکونو وتل، بین‌الافغاني خبرې او پراخ او جامع اوربند."

د ښاغلي خلیل‌زاد په وینا، د هوکړې په مسوده کې په لومړنیو دوو مواردو یعنې د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې پر ډاډ او له افغانستانه د ځواکونو د وتلو په اړه توافق ته رسېدلي دي.

د افغانستان د سولې لپاره د واشنګټن ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په یو بل پیغام کې لیکلي، کله چې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پر مهالوېش او همدارنګه د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې د ډاډ په اړه توافق نهايي شي، طالبان او د افغان حکومت په شمول ټول افغانان به یوه سیاسي جوړجاړي او پراخ اوربند ته د رسېدو په موخه بین‌الافغاني خبرې پیل کړي.

زلمي خلیل‌زاد د خپل ټویټر په وروستي پیغام کې ویلي، د ده لپاره به بله مرحله په واشنګټن کې له ټولو شریکانو سره سلا مشوره کول وي.

د زلمي خلیل‌زاد په وینا، نوموړی به بیا له طالبانو سره ګوري او یوه توافق ته تر رسېدو پورې هېڅ مورد نهايي شوی نه‌دی.

طالبانو هم د قطر د خبرو د پای ته رسېدو په اړه یوه اعلامیه خپره کړې ده.

د دې ډلې د ویاند ذبیح‌الله مجاهد له‌خوا رسنیو ته په استول شوې اعلامیه کې ویل شوي چې د مذاکراتو په دې بهیر کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو او د نورو په ضرر د افغان خاورې د نه‌کارولو پر موضوع تفصیلي بحثونه وشول.

د طالبانو د اعلامیې په وینا، بحث پر دې و چې ټول بهرني ځواکونه به له افغانستانه څنګه او په څومره وخت کې وځي او د وتلو ترتیب به‌یې څنګه وي؟

همدارنګه له راتلونکي افغانستانه به امریکایان او ملګري یې څه ډول مطمئن کېږي؟

د طالبانو بیرغ
د طالبانو بیرغ

ذبیح‌الله مجاهد زیاتوي چې په دې دواړو برخو کې کافي پرمختګ وشو.

مجاهد دا رد کړې چې په دې غونډه کې دې د اوربند یا له افغان حکومت سره د خبرو په اړه کومه پرېکړه شوې وي.

تر دې مخکې د قطر خبرو ته یوې نږدې سرچینې ازادي راډیو ته تأیید کړه چې د زلمي خلیل‌زاد او ملا برادر لیدنې د دوشنبې په ورځ پای ته رسېدلې وې، خو تخنیکي ټیمونو یې خپلو غونډو ته د سې شنبې په ورځ هم دوام ورکړ.

د ځینو سرچینو په حواله، دواړه لوري د مارچ د میاشتې په پای کې دې خبرو اترو ته په دوام ورکولو هم یوه تفاهم ته رسېدلي دي.

افغان چارواکي په قطر کې د امریکايي او طالب استازو ترمنځ د پنځم پړاو خبرو د پای ته رسېدو سمدستي وروسته چمتو نه‌وو چې د دې خبرو د نتایجو په اړه د افغان حکومت غبرګون په ډاګه کړي.

طالبان تر اوسه هم ټینګار کوي چې له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته چمتو نه‌دي، له بلې‌خوا یې په افغانستان کې دننه بریدونو ته هم زور ورکړی دی.

دې ډلې چې په تېرو کلونو کې به‌یې په بېلابېلو نومونو پسرلني عملیات اعلانول، سږ کال‌یې په څرګنده د داسې کومو عملیاتو اعلان نه‌دی کړی، خو پر ځای یې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې بریدونو ته زور ورکړی دی.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، د طالبانو د بریدونو له زیاتېدو سره د افغان ځواکونو عملیات هم په غزني، بادغیس، بغلان، ننګرهار، هرات نیمروز او یو شمېر نورو ولایتونو کې دوام لري.

آرشیف، په فاریاب کې د افغان ځواکونو د عملیاتو یو انځور
آرشیف، په فاریاب کې د افغان ځواکونو د عملیاتو یو انځور

​د افغانستان د دفاع وزارت ویاند قیس منګل د سې شنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې دقیقه شمېره نه‌لري، ځکه په ډېرو سیمو کې جګړه په شدت دوام لري.

ده وویل:

"د طالبانو بریدونو په څو ولایتونو کې زور اخیستی، زموږ ځواکونه ورسره په هماغو سیمو کې په جګړه بوخت دي، زموږ د کمانډو ځواکونه هم د جګړې سیمو ته رسېدلي دي او په ځینو ځایونو کې یې د دښمن فعالیتونه شنډ کړي، په ځینو ځایونو کې طالبانو د شپې له پلوه بریدونه کړي چې دفاع‌یې شوې، خو ټولو ته څرګنده ده چې په جنګي حالاتو کې طبعاً دواړو خواوو ته تلفات اوړي."

د سې شنبې په ورځ د بېلابېلو راپورونو پر بنسټ د بادغیس، غزني او بغلان په ولایتونو کې د طالبانو په بریدونو کې تر ۵۰ زیات افغان امنیتي سرتېري وژل شوي او لسګونه نور ټپیان شوي دي.

لوېدیځې رسنۍ وايي چې طالبانو له امریکايي لوري سره په قطر کې د خبرو په خاطر پسرلني عملیات نه‌دي اعلان کړي، خو پر ځای یې پر افغان امنیتي ځواکونو په بېلابېلو ولایتونو کې فشار زیات کړی دی چې ښايي هدف‌یې د خبرو اترو پر مېز د زیات امتیاز ترلاسه کول وي.

XS
SM
MD
LG