د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۲

رولا غني: د سولې د پروسې مخالفینو په تبلیغاتو اندېښنې جوړې کړي


د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني
د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني

د هېواد لومړۍ مېرمن وایي، د سولې د پروسې مخالفینو په تبلیغاتو لاس پورې کړی او اندېښنې یې جوړې کړې دي.

د هېواد لومړۍ مېرمن رولا غني ټینګار کوي چې د سولې په روانو خبرو کې به ۱۸ کلنې لاسته راوړنې په ځانګړي ډول د ښځو ازادي له پامه ونه‌غورځول شي.

مېرمن غني د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۲۱» د افغان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د دوهمې کلیزې په مناسبت غونډه کې وویل چې افغانان په هېواد کې د سولې غوښتونکي دي ځکه له جګړې ستړي شوي دي.

نوموړې زیاته کړه:

"د سولې په اړه بېلابېل ګونګوسې چې د سولې مخالفین‌يې مطرح کوي د افغان ښځو په ذهنونو کې يې اندېښنې جوړې کړي چې ایا زموږ لاسته راوړنې به په‌کې ورکېږي که نه؟ خو موږ غواړو دا ډاډ ورکړو چې د ستاسو «ښځو» کار دوامداره دی او شا ته به لاړ نه‌شي."

د هېواد لومړۍ مېرمن دا هم وویل چې افغانستان ته د نړیوالې ټولنې د مرستو د دوام په اړه اندېښمنه ده او نه‌پوهېږي چې نور به هم دوام ولري که نه؟

خو نوموړې زیاته کړه چې دا مرستې ورو ورو کمېږي او نړیواله ټولنه به یوه ورځ افغانستان پرېږدي.

عبدالله: د سولې تر راتلو د نړیوالو ځواکونو حضورته اړتیا ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:11:24 0:00

په‌داسې حال کې له افغانستانه د نړیوالې ټولنې د وتلو اندېښنه او د سولې په خبرو کې د لاسته راوړنو د ساتلو په اړه څرګندونې کېږي چې د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله تازه له ازادي راډيو سره په ځانګړې مرکه کې د خلکو دا اندېښنې چې ښایي د طالبانو د استازو او امریکایي پلاوي ترمنځ د سولې په خبرو کې یوه معامله وشي پر ځای بللي دي.

ښاغلي عبدالله زیاته کړه، د خلکو دغه اندېښنې به بیا هم د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره چې بېرته افغانستان ته راشي، مطرح کړي.

له دې وړاندې د جرمني د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس په کابل کې ویلي و چې د سولې په خبرو اترو کې باید د افغان حکومت او خلکو تېرې لاسته راوړنې وساتل شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې له دوه اوونیو راپه‌دېخوا په قطر کې د امریکایانو او طالب استازو ترمنځ د سولې د مذاکراتو د پنځم پړاو خبرې روانې دي.

سره له دې چې تر دې دمه د دغو خبرو جزئیات له رسنیو سره شریک شوي نه‌دي، خو دواړو لورو ویلي چې دا مذاکرات په ښه ډول دوام لري او له پرمختګونو سره مل دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري میاودون چې په‌دغه غونډه کې یې ګډون کړی و وویل، د سولې په اړه روانې خبرې په داسې شرایطو کې دي چې وړاندوینه‌یې سخته ده.

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري میاودون
په افغانستان کې د اروپایي ټولنې سفیر پیري میاودون

نوموړي زیاته کړه:

"تاسو هم د سولې د پروسې په اړه وویل، په‌دغه پروسه کې شرایط داسې دي چې وړاندوېنه نه‌کېږي او افغان ښځو هم په وار وار خپلې اندېښنې څرګندې کړي، خو ډاډ ورکوو چې د اروپا اتحادیه په‌دې برخه کې ژمنه ده چې باید د افغان ښځو اندېښنو ته پاملرنه وشي."

له دې سره د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرستې نرګس نهان د دغې ناستې په ترڅ کې وویل چې که د سولې په روانو خبرو کې تر لاسه شوي ارزښتونه له لاسه لاړ شي، یوازې افغانستان نه، بلکې نړۍ به‌یې هم زیان وګوري.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG