کابل چاپ ورځپانو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړي ډول د افغانستان د سولې په اړه لیکلي دي.
- ویسا
ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، په قطر کې د بینالافغاني خبرو اترو دوهمه ناسته جوړېږي.
په مطلب کې راغلي چې په مسکو کې د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ د بینالافغاني خبرو اترو په دوام په قطر کې د بینالافغاني ډیالوګ دوهمه ناسته جوړېږي.
د مطلب لیکوال لیکلي، طالبانو ته نږدې کسان او د مسکو ناستې ګډونوال وايي، په دوحه کې د زلمي خلیلزاد په مشرۍ د امریکايي پلاوي او طالب استازو ترمنځ د روانو خبرو اترو تر ختمېدو ورسته د افغان سیاستوالو او طالب استازو ترمنځ ناسته جوړېږي.
په مطلب کې د مسکو د بینالافغاني خبرو د یو ګډونوال جلالالدین شینواري په حواله راغلي چې د دوحې غونډې د پلاوي په ترکیب کې به تر ډېره د مسکو ناستې کسان شامل وي.
- هېواد
هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د افغان سولې لپاره په قطر کې د امریکايي چارواکو او طالب استازو ترمنځ پنځم پړاو خبرې که څه هم خپل مهم حالت ته رسېدلي، خو په افغانستان کې نه جګړه ولاړه ده او نه هم ترهګریز بریدونه.
سرمقاله لیکونکی لیکي، دغه حالت نوې راټوکېدلې هیلې هم وژني.
دی وړاندې لیکي، د هېواد په بېلابېلو برخو کې ترهګریز بریدونه، په لارو کې د ترهګرو او طالبانو کمینونه او په دغو ډلو د بریدونو او چاپو د وهلو لړۍ روانه ده چې په خبره یې تر ډېرهیې زیان ولسي وګړي ګالي.
په سرمقاله کې راغلي، دغه حالت باید ختم شي، امریکا او نړیواله ټولنه باید دې ته پام وکړي او د سولې لپاره رغنده لار غوره کړي.
تر کومه چې د سرمقاله لیکونکي په باور، اوربند نهوي شوی، تر کومه چې له ترهګرو او دښمن لورو سره د طالب اړیکې نهوي پرې شوي دا خبرې هېڅ ګټه نهلري او نه ترې هیله کېدای شي.
- سرخط
سرخط خپلواکې ورځپاڼې بیا د سولې په خبرو کې د دغې ډلې لیدلوري او څرګندونو ته په پام سره لیکي چې پهکار ده طالبان له خپلو پخوانیو دريځونو واوړي او په هېواد کې راغلو بدلونونو او پرمختګونو ته ځېر شي او د افغانستان د کړکېچ د حل اصلي اړخ سره چې افغان حکومت دی خبرو ته حاضر شي.
سرخط لیکي، په هېواد کې روانه پردۍ جګړه چې قرباني یې یوازې افغانان ورکوي باید پای نوره پای ته ورسېږي.
په سرمقاله کې په ټینګار سره ویل شوي، که طالبان لا هم د نورو په اشاره او لارښوونو پر کږو لارو خپل مزل ته دوام ورکړي په هېواد کې به روانه جګړه هم دغهشان روانه وي.