د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۵

امریکا: د «م.م» امنیت شورا دې د توغندیو په اړه پر ایران بندیزونه ولګوي


په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست سفیر جاناتان کوهن
په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست سفیر جاناتان کوهن

متحدایالاتو د ملګرو ملتونو له امنیت شورا غوښتي چې د ایران د بالسټیک توغندیو د اړوندو فعالیتونو له کبله پر دې هېواد بندیزونه ولګوي.

متحد ایالاتو د ایران د بالسټیک توغندیو ازموینې او فضا ته د یوې سپوږمکۍ استول د بې ثباتۍ په هدف فعالیتونه بللي دي.

په ملګرو ملتونو کې د امریکا سرپرست سفیر جاناتان کوهن پرون د ملګرو ملتونو د سرمنشي انتونیو ګوترش په نوم په یو استولي لیک کې پر تهران غږ وکړ چې د اټمي سروکو د وړلو د وړتیا لرونکو بالسټیک توغندیو اړوند فعالیتونه سمدستي بند کړي.

ښاغلي کوهن په‌دې لیک کې یادونه کړې چې ایران د ۲۰۱۸ میلادي کال د ډسمبر په لومړۍ نېټه د منځني واټن ویشتونکي یو بالسټیک توغندۍ وازمایه او د روان میلادي کال د جنوري په ۱۵مه او د فبروري په پنځمه یې د ځمکې مدار ته د سټلایټونه د استولو هڅه وکړه.

د دې دواړو سپوږمکیو د استولو هڅې ناکامې شوي او مدار ته ونه رسېدلې.

کوهن لیکلي چې ایران درې واړه ازموینې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له پریکړه‌لیکونو سره په مخالفت کې کړې دي.

هغه زیاتوي چې د ایران دا پارونې اوس هم د ټول منځني ختیځ د بې ثباتۍ باعث کېږي.

کوهن پر امنیت شورا غږ کړی چې د دې اقداماتو په ځواب کې پر ایران د سختو نړیوالو بندیزونو په لګولو کې له متحدایالاتو سره ملګري شي، څو د تهران د توغندیو د پروګرام مخه ونیول شي.

د ښاغلي کوهن په لیک کې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له‌خوا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې د تصویب شوي پریکړه‌لیک یادونه شوې.

دا پریکړه‌لیک له ایرانه غواړي چې تر اتو کلونو پورې د هغو بالسټیک توغندیو له ازمویلو ډډه وکړي چې د اټمي سروکو د وړلو وړتیا لري.

دا پریکړه‌لیک له هغې مهمې موافقې سره تړاو لري چې امریکا او پنځو نړیوالو قدرتونو- بریتانیا، جرمني، فرانسې، چین او روسیې په ۲۰۱۵ میلادي کال له ایران سره لاسلیک کړه او په هغه کې تهران د نړیوالو بندیزونو د لېرې کولو په بدل کې د خپل اټمي پروګرام د محدودولو ژمنه کړې وه.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ تېرکال له دې موافقې د امریکا وتل اعلان کړل او پر ایران یې پخواني بندیزونه له سره ولګول.

ولسمشر ډونالډ ټرمپ
ولسمشر ډونالډ ټرمپ

د یادونې وړ ده چې په ملګرو ملتونو کې د ایران د دایمي استازي یو ویاند علي رضا میر یوسفي دا ادعا رد کړې چې د تهران د بالستیک توغندیو پروګرام د اټمي سروکو د وړلو وړتیا لري.

میر یوسفي ویلي دي چې په همدې دلیل د ایران د بالسټیک توغندیو هېڅ یوه ازموینه هم د امنیت شورا د پریکړه لیکونو له مخې ممنوع نه‌ده.

XS
SM
MD
LG