د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۱۲:۱۶
د کابل د پېښې ټپیان
د کابل د پېښې ټپیان

د عبدالعلي مزاري د تلین د لمانځلو مراسمو ته نږدې چاودنې شوي

څو شېبې مخکې د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې چېرته چې د دې ښار په لوېدیځ کې د وحدت ګوند د پخواني مشر ...

څو شېبې مخکې د کابل ښار په شپږمه امنیتي حوزه کې چېرته چې د دې ښار په لوېدیځ کې د وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري تلین لمانځل کېده چاودنې شوي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي دا پېښه تأیید کړه، خو نور جزئیات‌یې ورنه‌کړل.

۱۸:۵۴ ۱۶.۱۲.۱۳۹۷

په کابل کې د عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلین پر لمانځ غونډې د پنجشنبې ورځې وسله‌والې حملې تُند غبرګونونه راپارولي.

په کابل کې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلین په لمانځ غونډه باندې حمله په سختو ټکو غندل شوې.

د حزب وحدت مردم افغانستان مشر محمد محقق د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۱۶» په یوه خبري ناسته کې وویل، که څه هم داعش په دا ډول حملو کې په لاس درلودلو تورنېږي، خو له حکومتي ملاتړ پرته‌یې نه‌شي ترسره کولای.

د حزب وحدت مردم افغانستان مشر محمد محقق
د حزب وحدت مردم افغانستان مشر محمد محقق

ښاغلي محقق زیاته کړه:

"زه دغه مغرضانه ترورېستي حمله، په سختو ټکو غندم، په عموم کې دغه ډول حملې په داعش پسې تړل کېږي او داعش ډله د افغانستان په داخل کې له لاس لرلو او ملاتړ پرته دغه کار نه‌شي کولای، دا ټول یا د دولت په کمزورتیا او یا د هغوی ملاتړ ته ورګرځي، په حساسو شرایطو کې دولت له یو شمېر کړیو سره په هم‌غږۍ د خپلو سیاسي رقیبانو په وړاندې ورنه استفاده کوي."

په کابل کې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري ۲۴م تلین لمانځل کېده چې په‌کې پخواني افغان لسمشر حامد کرزي او یو شمېر افغان سیاستوالو ګډون کړی و چې وسله‌واله حمله پرې وشوه.

د دغې حملې مسؤلیت داعش ډلې په غاړه اخیستی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وايي چې د پېښې له ځایه د کابل بېلابېلو روغتونونو ته درې مړي او ۲۲ کسان چې ښځې او ماشومان هم په‌کې شامل دي وروړل شوي دي.

د افغانستان جمهوري ریاست دغه حمله غندي او د محقق څرګندونې یې افغان حکومت، ولس او افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته سپکاوی بللی.

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري
د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري

د افغان ولسمشر ویاند هارون چخانسوري خبري رسنیو ته په استولي وېډیويي پیغام کې ویلي:

"د ښاغلي محقق څرګندونې د ژورې اندېښنې وړ دي او دا د افغان امنيتي او دفاعي ځواکونو، افغانانو او همدا شان د افغانستان اسلامي جمهوريت ته سپکاوی دی، ښاغلی محقق چې هره ادعا لري د افغانستان خلک د دې تمه لري چې د اخلاقي جرأت له مخې باید په‌دې اړه اسناد او ثبوت د افغانستان خلکو ته وړاندې کړي."

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې دغه حمله د پنجشنبې په ورځ ناوخته پای ته رسېدلې او حمله کوونکي د افغان ځواکونو له‌خوا له‌منځه وړل شوي دي.

د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې حمله کوونکي دوه کسان وو.

راپور: رحمت‌الله افغان

۱۶:۲۵ ۱۶.۱۲.۱۳۹۷

د حزب وحدت مردم افغانستان مشر وايي چې د عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلین پر لمانځ غونډې حمله عادي پېښه نه‌ده.

محمد محقق له پېښې څو ساعته وروسته په یوه خبري ناسته کې وویل، دا د حکومت کمزورتیا ده او یا هم حکومت له ځینو داسې کړیو «داعش» ډلو سره لاس لري چې په هم‌غږۍ سره‌یې غواړي د خپلو سیاسي رقیبانو پر ضد یې وکاروي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري ۲۴م تلین د لمانځلو په مراسمو کې چې په کابل جوړ شوي وو، پخواني ولسمشر حامد کرزي او یو شمېر افغان سیاستوالو په‌کې ګډون کړی و.

د غونډې په مراسمو له نږدې ځایه د هاوانونو ډزې وشوې چې غونډه‌یې ګډه وډه کړه.

جګړه چې مرګ ژوبله هم لري، لا هم روانه ده او مسؤلیت‌یې داعش ډلې په غاړه اخیستی.

۱۶:۲۲ ۱۶.۱۲.۱۳۹۷

په کابل کې د نننۍ حملې مسؤلیت د داعش وسله‌والو اخیستی دی.

د جرمني خبري اژانس وايي چې داعش پر اعماق وېب‌سایټ دا معلومات خپاره کړي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ازادي راډیو ته ویلي چې په نننۍ حمله کې ۲۲ تنه زخمیان شوي دي.

د فرانسې خبري اژانس هم د زخمیانو شمېر ۲۲ او د مړو شمېر ۳ څرګند کړی دی.

په کابل کې د استقلال روغتون مشر حدودالله نوري وايي چې په کابل کې د نننۍ حملې له ځایه یو مړی او ۱۷ زخمیان وروړل شوي دي.

نوري ازادي راډیو ته وویل چې په زخمیانو کې درې ماشومان دي.

د تلفاتو په اړه ضد و نقیض معلومات خپرېږي.

۱۶:۱۷ ۱۶.۱۲.۱۳۹۷

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار ازادي راډیو ته وايي چې د کابل ښار د شپږمې امنیتي حوزې له پېښې چې د عبدالعلي مزاري د ۲۴م تلین پر مراسمو راکټي بریدونه شوي دي تر اوسه ۳ مړي او ۲۲ ټپیان د کابل ښار روغتونو ته لېږدول شوي دي.

د ښاغلي مایار په وینا په ټپیانو کې درې ماشومان او یوه ښځه هم شامله ده.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG