په کابل کې د استقلال روغتون رئیس وايي چې د عبدالعلي مزاري په ۲۴ تلین باندې د حملې له ځایه یوازې دغه روغتون ته یو مړی او ۱۷ ټپیان وروړل شوي دي.
حدودالله نوري ازادي راډیو ته وویل چې په ټپيانو کې ماشومان او ښځې هم شامل دي.
ښاغلی نوري زیاتوي:
"تر اوسه ۱۷ ټپیان انتقال شوي، درې ماشومان او یوه ښځه ده، له بدهمرغه یو شهید لرو، د ټپیانو حالت ښه دی."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې د جګړې د مهارولو لپاره ځانګړو ځواکونو هغه کور محاصره کړی چې د مزاري په تلین باندې ورنه د هاوانونو ډزې کېږي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه، هغه کس هم نیول شوی چې په هاوانیې ډزې کولې او جګړهیې رهبري کوله.
دا پهداسې حال کې ده چې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري ۲۴ تلین په مراسمو کې په کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو ګډون کړی وو.
په ورته وخت کې د جمهوري ریاست کاندید حنیف اتمر ویاند په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې پهدغه پېښه کې د ښاغلي اتمر اته ساتونکي برسېرن ټپیان شوي دي.
نا تأیید شوي راپورونو کې ویل شوي چې د جمهوري ریاست بل کاندید لطیف پدارم هم پهدغه پېښه کې ټپي شوی، خو تر اوسه کره سرچینو ته پېښه نهده تأیید کړې.
تر اوسه هم کومې وسلهوالې ډلې د دغې حملې مسوولیت په غاړه نهدی اخیستی.
د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په کابل کې نننۍ راکټي حمله د ډموکراسۍ، د مدني ارزښتونو ضد عمل بللی دی.
د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خبرپاڼه کې ویل شوي چې امنیتي او دفاعي ځواکونه د امنیت ټینګولو لپاره له ټولو امکاناتو کار اخلي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت هم دا حمله غندلې ده.
د دې وزارت ویاند محمد فیصل نن پر ټویټر لیکلي:
"پاکستان له ترورېزم او افراطیت سره په مبارزه کې د افغانستان له خلکو سره ولاړ دی."
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، هغه کور یې محاصره کړی چې د عبدالعلي مزاري د ۲۴ تلین په مراسمو ورنه د هاوانونو ډزې کېږي.
د دغه وزارت د ویاند دفتر سرپرست نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې هغه کس هم نیول شوی چې په هاوانیې ډزې کولې او جګړهیې رهبري کوله.
ښاغلی رحیمي زیاتوي:
"په ۱۸مه حوزه کې له هغه کوره چې هاوانونه فیر کېدل، پولیسو محاصره کړی، د حمله کوونکو هاوانچي نیول شوی او هغه کسان چې په کور کې دننه پاتې دي د ځانګړو ځواکونو لهخوا محاصره شوي، د مرګ ژوبلې په اړه به وروسته معلومات شریک کړو."
دا پهداسې حال کې ده چې د وحدت ګوند د پخواني وژل شوي مشر عبدالعلي مزاري ۲۴م تلین په مراسمو کې په کابل کې د پخواني ولسمشر حامد کرزي په ګډون د جمهوري ریاست یو شمېر کاندیدانو ګډون کړی وو.
که څه هم تر اوسه د دغې پېښې د تلفاتو په اړه کره معلومات په لاس کې نهشته، خو د جمهوري ریاست کاندید حنیف اتمر ویاند په خپل فېسبوک پاڼه لیکلي چې پهدغه پېښه کې د ښاغلي اتمر اته ساتونکي برسېرن ټپیان شوي دي.
نا تأیید شوي راپورونو کې ویل شوي چې د جمهوري ریاست بل کاندید لطیف پدارم هم پهدغه پېښه کې ټپي شوی، خو تر اوسه کره سرچینو دغه پېښه نهده تأیید کړې.
تر اوسه هم کومې وسلهوالې ډلې د دغې حملې مسؤلیت په غاړه نهدی اخیستی.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي چې په کابل کې د نننۍ حملې لارښود نیول شوی دی.
په کابل کې نن د وحدت حزب د پخواني مشر عبدالعلي مزاري په یاد پر جوړه شوې غونډه راکټي حملې وشوې.
د کورنیو چارو وزارت امنیتي مرستیال خوشحال سادات پر ټویټر لیکلي چې په سیمه کې د پولیسو ځانګړې قطعه عملیات کوي.
سادات لیکلي:
"ترهګرو د روشن ټیلیفوني شبکې له یوه برجه چې د پغمان او ۱۸مې ناحیې ترمنځ و، راکټ ویشتی دی، د حملې تنظیموونکی ځای پر ځای نیول شوی او عملیات روان دي."
د دشت برچي په نننۍ غونډه کې د افغانستان د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی، جمهوري ریاست ته کاندید محمد حنیف اتمر او یو شمېر نور پېژندل شوي سیاسي کسان موجود وو.
محمد حنیف اتمر پر خپل ټویټر لیکلي چې د پېښې له ځايه روغ خپل کور ته رسېدلی، خو اته تنه ساتونکي یې زخمیان شوي دي.
پهدې حمله کې جمهوري ریاست ته کاندید عبداللطیف پدرام زخمي شوی دی.
د حملې مسؤلیت چا نهدی منلی.
د بهرنیو چارو وزیر صلاحالدین رباني په یوه ټویټ کې ویلي چې حمله ترورېستانو کړې ده.