د سولې او اعتدال ټاکنیز ټیم مشر محمد حنیف اتمر د دفتر ویاند قادر شاه په خپله فېسبوک پاڼه کې لیکلي چې د عبدالعلي مزاري د تلین د لمانځلو مراسمو ته نږدې په چاودنه کې د ښاغلي اتمر اته تنه وسلهوال ساتونکي هم برسېرن ټپيان شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نصرت رحیمي ازادي راډیو ته وویل چې د کابل ښار په ۱۸مه امنیتي حوزه کې یې هغه سیمه تثبیت کړې چې د عبدالعلي مزاري د تلین پر مراسمو ورڅخه راکټي بریدونه شوي دي.
ښاغلی رحیمي وايي چې یو تن بریدګر وژل شوی او نور د پولیسو په کلابند کې دي.
ده زیاته کړه چې د دغې حملې د تلفاتو په اړه لاهم معلومات نهلري او له څېړنو وروسته بهیې له رسنیو سره شریک کړي.
تر اوسه کومې وسلهوالې ډلې د دغې پېښې مسؤلیت نهدی منلی، خو تېره ورځ د ننګرهار په بهسودو ولسوالۍ کې هوايي ډګر ته نږدې پر یوه شرکت حمله وکړه چې د دغه شرکت ۱۱ کارکوونکي وژل شوي دي.
د تېرې ورځې د پېښې مسؤلیت داعش ډلې منلی دی.
د پېښې عیني شاهدانو ازادي راډیو ته وویل چې تر اوسه د ۸ چاودنو غږونه اورېدل شي او امبولانسونه د پېښې ځای ته رسېدلي.
دوی همدارنګه وايي، دا غونډه پای ته رسېدلې.
د افغانستان د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید میثم ازادي راډیو ته وویل چې څو هاوانونه چېرته چې د وحدت ګوند د پخواني مشر عبدالعلي مزاري تلین لمانځل کېدل، لګېدلي دي.
پهدې مراسمو کې د افغانستان اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، د افغانستان پخوانی ولسمشر حامد کرزی، د ملي امنیت پخوانی سلاکار حنیف اتمر، د اجرائیه ریاست ګوښه شوی دوهم مرستیال محمد محقق او نور چارواکو ګډون کړی وو.