د امریکا متحده ایالات، اروپايي ټولنې، روسيې او چین اندېښنه ښودلې ده چې د اټمي وسلو لرونکو هند او پاکستان ترمنځ شخړه به ښايي له کنټروله بهر شي.
پنټاګون پرون وویل، د امریکا سرپرست دفاع وزیر پاټریک شاناهان د هند او پاکستان ترمنځ د تاوتریخوالي پر راکمولو تمرکز کوي او له دواړو هېوادونو څخهيې غوښتي دي چې د یو بل پر ضد نور پوځي ګامونه پورته نهکړي.
د اروپايي ټولنې د بهرنیو اړیکو مسؤلې فدریکا موګرېني ویلي، هند او پاکستان باید له پوره زغمه کار واخلي.
نوموړې ویلي، دا شخړه کېدای شي چې دواړو هېوادونو او ټولې سیمې لپاره خطرناکې پایلې ولري.
چین چې د پاکستان نږدې متحد دی هیله څرګنده کړې چې نوې ډېلي او اسلاماباد به د وضعیت د لاخرابېدو د مخنیوي لپاره خپلې ژمنې عملي کړي.
روسيې هم پر دواړو هېوادونو غږ کړی دی چې ارامه شي او د شخړې په هواري کې يې د منځګړیتوب پېشنهاد کړی دی.
هند او پاکستان دواړو پرون ادعا وکړه چې د یو بل جنګي الوتکې يې ویشتې دي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ وضعیت وروسته تر هغې بحراني شو چې د روانې فبروري میاشتې په ۱۴مه د هند تر کنټرول لاندې کشمیر کې یوه ځانوژونکي برید ۴۱ هندي پولیس ووژل.
جیش محمد وسلهوالې ډلې چې په پاکستان کې ده د دې انتحاري حملې مسؤلیت ومنه.
هند پاکستان تورن کړ چې پهدې برید کې لاس لري، خو اسلاماباد بیا د هند دا ادعا بېبنسټه بللې ده.