د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۴

په هند کې زرګونه افغانان کابل ته د ستنېدو انتظار باسي


ارشیف، د هند اندراګاندي نړیوال هوايي ډګر
ارشیف، د هند اندراګاندي نړیوال هوايي ډګر

په زرګونه افغانان په هند کې انتظار دي چې کابل ته ستانه شي، خو د پاکستان پر سر الوتنې بندې شوې دي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې تر خپله وسه به هڅه وکړي چې هر څه ژر دا ستونزه هواره شي، خو د اسلام‌اباد او نوې ډېلي کړکېچن وضعیت داسې ښکاري چې نور به پسې ترینګلی شي.

پاکستان د افغانستان او هند ترمنځ الوتنې ځنډولې دي.

د پاکستان او هند ترمنځ وضعیت ترینګلی دی او روېټرز اژانس د امریکا د ملي امنیت شورا د دفتر د یوه مسؤل په وینا چې د نوم له اخیستو ډډه کړې ده، خبر ورکړی دی چې د هند او پاکستان ترمنځ د جګړې امکانات خورا زیات دي او واشنګټن دې ته ډېر اندېښمن دی او له دواړو لورو څخه‌یې غوښتي دي چې له زغمه کار واخلي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند د ادارې ویاند قاسم رحیمي ازادي راډيو ته وویل:

"د پاکستان د هوايي حریم د کنټرول د څانګې د معلوماتو له مخې د افغانستان کومې الوتنې چې د پاکستان پر سر هند ته تېرېدې، تعلیق شوې دي. کله چې مو دا معلومات ترلاسه کړل موږ ټولو شرکتونو ته خبر ورکړ چې هند ته الوتنې وځنډوي،څو چې بل ځل خبر راکوي ورته انتظار کېږو."

د چهارشنبې په ورځ د کام ایر هوایي شرکت الوتکه له کابله د نوې ډېلي په لور والوته، خو پاکستان اجازه ورنه‌کړه چې د دغه هېواد پر فضا تېره شي.

د کام ایر الوتکه
د کام ایر الوتکه

د نړۍ ګڼو هوایي شرکتونو د بریټش، امارات، قطر، ګلف، سریلانکا او ایرکاناډا په ګډون پاکستان ته خپلې الوتنې ځنډولي دي.

یو شمېر هوایي شرکتونو لکه سینګاپور، ایروفلوټ او فاین ایر چې د پاکستان پر سر یې الوتنې کولې، خپل پروازنه بند کړي دي.

د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي چې د کابل او نوي ډيلي ترمنځ به تر هغو الوتنې درېدلې وي چې د هند او پاکستان ترمنځ روان کړکېچ هوار شوی نه‌وي.

په پوهنتون کې د سیاسي علومو استاد نجیب الله ازاد ازادي راډیو ته وویل چې د هند او پاکستان روان کړکېچ که ادامه پیدا کړي له سیاسي پلوه پر افغانستان اغېز نه‌کوي، خو یو څه اقتصادي ستونزې ممکن پیدا کړي.

د سیاسي علومو استاد نجیب ازاد
د سیاسي علومو استاد نجیب ازاد

نوموړی وايي:

"د افغانستان او هند ترمنځ ملکي پروازونو ته خنډ جوړول د نړیوالو قوانینو نقض دی. دا د پاکستان هغه بهرنۍ پالیسي ده چې د افغانستان او هند په وړاندې یې لري. افغانستان او هند به وکولای شي چې د دُبی له لارې خپلو الوتنو ته ادامه ورکړي، خو یو څه اقتصادي ستونزه به رامنځته کړي اما په سیاسي برخه کې څه مشکل نه رامنځته کېږي."

په‌دې اړه چې افغانستان هند ته د الوتنو پر بدیلې لار فکر کوي که نه؟

د ملکي هوایي چلند د ادارې ویاند ښاغلی رحیمي وایي:

"موږ ټولو امکاناتو ته ګورو څو هغو کسانو ته چې د هوا له لارې سفر کوي خدمات ولرو، ښکاره ده چې د افغانستان ملکي هوایي چلند به خپله ټوله هڅه وکړي چې زموږ مسافرو ته له افغانستانه هند ته د الوتنو زمینه برابره شي."

وروسته تردې چې نژدې دوه اوونۍ مخکې د هند تر واک لاندې کشمیر کې تر ۴۰ ډېر هندي سرتېري ووژل شول او مسوولیت یې په پاکستان کې مېشتې جېش محمد ډلې واخېست د نوي ډیلي او اسلام‌اباد اړیکې کړکېچن شول.

هند د دوشنبې په شپه د پاکستان تر واک لاندې کشمیر کې بمباري وکړه او د ۳۰۰ ترهګرو د وژلو ادعا یې وکړه.

پاکستان بیا وویل چې د چهارشنې په ورځ‌یې د هند یوه «مېګ ۲۱» الوتکه نسکوره کړې او د هغې پیلوټ‌یې ژوندی نیولی دی.

هند هم د پاکستان د یوې الوتکې د نسکورېدو ادعا کړې ده.

XS
SM
MD
LG