د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۰

د پاکستان فضا، هند ته د افغانستان د پروازونو پر وړاندې بنده شوه


آرشیف/ د اریانا هوايي شرکت یوه الوتکه
آرشیف/ د اریانا هوايي شرکت یوه الوتکه

د هند او پاکستان ترمنځ د کړکېچ له رامنځته کېدو سره سم د پاکستان هوايي ادارې اعلان کړی، هند ته د افغانستان پروازونه چې د پاکستان له فضا څخه ترسره کېږي، بند شوي دي.

د افغانستان د هوايي چلند د ملکي ادارې ویاند قاسم رحیمي د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۸» ازادي راډیو ته وویل، د پاکستان د فضايي ادارې د معلوماتو له مخې، د پروازونو ټولې لیکې چې د پاکستان له فضا نه تېرېږي، تر ثاني اطلاع پورې ځنډېدلي دي.

نوموړي زیاته کړه:

"په مجموع کې د پاکستان فضا، د تېرېدونکو پروازونو پر مخ بنده ده. کوم پروازونه چې له افغانستانه هند او له هنده افغانستان ته کېږي ځنډېدلي دي او کله چې مو اطلاع ترلاسه کړه چې فضا خلاصه ده، پروازونه به په عادي توګه جاري شي.​"

ښاغلی رحیمي وايي، د پروازونو ځنډول، محدودول او وروسته کول، ټول منفي اغېز لري.

د افغانستان د هوايي چلند ملکي اداره هڅې کوي او هیله ښيي چې ډېر ژر د پاکستان فضا خلاصه شي.

د دغې ادارې مسؤلین، د پېښې د لامل په اړه څه نه‌وايي، خو د هند او پاکستان ترمنځ د اړیکو له خرابېدو وروسته، پاکستان دغه اقدام کړی دی.

د سې شنبې په ورځ هندي جټ الوتکو د پاکستان پر خاوره حمله کړې ده.

هند او پاکستان د چهارشنبې په ورځ ویلي چې په کشمیر کې يې یو د بل جنګي الوتکې غورځولې دي.

آرشیف/ د کام ایر الوتکه
آرشیف/ د کام ایر الوتکه

د کام ایر د هوايي خصوصي شرکت مسؤلین وايي، د چهارشنبې په ورځ چې د دوی یوه الوتکه د هند په لور روانه وه، د پاکستان فضا ته له رسېدو سره‌یې د تېرېدو اجازه ونه‌موندله او بېرته کابل ته ستنه شوه.

د دغه شرکت مرستیال فرید پیکار ازادي راډیو ته وویل:

"نن ۱۱ بجې زموږ یوې الوتکې له کابله پرواز کړی و، له پروازه نیم ساعت وروسته چې د پاکستان فضا ته ننوته، د پاکستان فضايي ادارې وویل چې فضا يې تړلې او وضعیت بېړنی دی. الوتکه مو بېرته کابل ته ستنه شوه."

د کام ایر شرکت د معلوماتو له مخې دغې الوتکې له ۲۵۰ نه ۳۰۰ پورې سپرلۍ لرلې.

د دغه شرکت مسؤلین وايي، د پاکستان دغه اقدام ستونزې پېښې کړي او اقتصادي زیان هم لري.

ښاغلي پیکار وویل، هند ته د ایران د ځمکې او ازادو اوبو له لارې بدیل پروازونه شته، خو دغه پروازونه به ۵ ساعته وخت ونیسي، حال دا چې هند ته د پاکستان له فضا نه ۲ ساعته وخت نیسي.

افغان چارواکو د هېواد د پروازونو پر وړاندې د پاکستان د فضا د بندېدو په اړه تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG