د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۶

قريشي: د پاکستان پر وړاندې د هند «تهاجمي دريځ» افغان سوله اغېزمنولاى شي


د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي
د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي

د پاکستان د بهرنيو چارو وزير شاه محمود قريشي خپل امريکايي سيال مايک پامپيو ته ويلي چې د پاکستان په وړاندې د هندوستان «تهاجمي دريځ» د افغانستان د سولې ګډې هڅې اغېزمنولاى شي.

د راپورونو په حواله، د شاه محمود قريشي دفتر وايي، نوموړي دا خبره د سې شنبې په ورځ له مايک پامپيو سره په ټیليفوني تماس کې کړې ده.

تر دې مخکې د کابل لپاره د پاکستان سفير زاهد نصرالله د سلواغې/دلوې پر ٣٠مه په کابل کې يوه کنفرانس ته ويلي وو:

"که هند د پاکستان پر وړاندې پوځي اقدام وکړي، ورسره به په افغانستان کې د سولې روانې هڅې اغېزمنې شي."

په کابل کې د پاکستان سفارت

د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د پاکستان سفير د دغو څرګندونو له کبله احضار کړى هم و.

د افغانستان د حکومت يوې سرچينې د نوم نه‌ښوولو په شرط ازادي راډيو ته وويل چې د نوې ډېلي او اسلام‌اباد ترمنځ د موضوع حساسيت ته په پام سره کابل نه‌غواړي د ښاغلي قريشي پر وروستيو څرګندونو تبصره وکړي.

خو د امنيتي مسايلو تحليل‌ګر محب‌الله شريف وايي، پاکستان د افغانستان د سولې مسئله د خپلو سياسي ګټو په خاطر د اسلام‌اباد او نوې ډېلي په اړيکو پورې تړي.​

نوموړی زیاتوي:

"فکر کوم په‌دې ډول غواړي له هندوستان سره د خپلې ترينګلتيا غچ له افغانستانه واخلي او دا موضوع د ځان په ګټه تمامه کړي. په سيمه کې سم سمکى له دغه تاوتريخوالي سره تړي. که څه هم لومړى ګوزار دوى کړى او دا ګام بايد دوى نه‌وى پورته کړى چې دا مسئله په هند پورې تړي. دا چې وايي، د پاکستان پر وړاندې د هندوستان تهاجمي دريځ به د افغانستان د سولې مسئله زيانمه کړي او په سيمه کې به ناکرارۍ ته زمينه برابره کړي، پاکستان په‌دې ډول غواړي د سيمې ثبات له هغه څه سره وتړي چې د پاکستان ثبات په‌کې رانغښتى وي."

دا څرګندونې په‌داسې حال کې کېږي چې د طالبانو استازي او امريکايي پلاوی په قطر کې د سولې په مذاکرو بوخت دي.

د پاکستان تر ولکې لاندې کشمير کې د هند له‌خوا وروستۍ حملې د اسلام‌اباد او نوې ډېلي ترمنځ اړيکې کړکېچنې کړې دي.

هندوستان د سې شنبې په ورځ وويل، جنګي الوتکو يې د جیش محمد ډلې پر يوه کمپ بمباري وکړه.

دغه افراطي ډله په هغه حمله تورنه ده چې د روانې مياشتې په پيل کې د هند تر ولکې لاندې کشمير کې يې په نتيجه کې د هند د ملېشه پوځيانو ۴۱ غړي ووژل شول.

د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت وياند وويل:

"قريشي له خپل امريکايي سيال مايک پامپيو سره پر ټیليفون خبرې وکړې او په کشمير کې يې د کنټرول له کرښې د هندوستان د سرغړونې په اړه اطلاعات ورسره شريک کړل."

بل‌خوا پاکستان نن وويل چې د هند د هوايي ځواک دوه جټ الوتکې يې په خپل قلمرو کې ويشتلي او يو پيلوټ‌يې نيولى دى.

XS
SM
MD
LG