د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۱

ارزګان کې د "سولې ارمان" په نوم د کرکټ سیالۍ اتفاق لوبډلې وګټله


ارزګان ولایت کې د سولې د ارمان په نوم د کرکټ ۳۰ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.

دغه سیالۍ تېره ورځ ناوخته د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د یادو سیاليو سمبالوونکي او لوبغاړي نجیب‌الله ازادي راډيو ته وویل، دغه لوبې چې په هارډ بال ترسره کېدې او ۱۲ لوبډلو په‌کې برخه اخیستې وه.

نوموړی وايي، دې سیالۍ تر یوې میاشتې دوام وکړ چې د اتفاق لوبډلې لومړی او لمر کرکټ لوبډلې دوهم مقام ګټلی دی.

نجیب‌الله وايي، د یادو سیاليو د ترسره کولو لپاره لوبغاړو په خپل منځونو کې بسپنه سره کړې وه.

بل‌خوا بیا لوبغاړي وايي، له یادو سیاليو څخه‌يې هدف د ځوانانو ترمنځ یووالی او ښکېلو خواوو ته د سولې پیغام رسول دي.

لوبغاړي دغه‌راز د کرکټ بورډ پر ادارې نیوکه کوي چې تر اوسه‌یې هېڅ ورته کار نه‌دی کړی او په‌دغه ولایت کې کرکټ بورډ یوازې تش په نوم فعالیت کوي.

لوبغاړي پر چارواکو غږ کوي چې یو معیاري لوبغالی دې ورته جوړ شي او د سیالیو زمینه دې ورته برابره کړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په‌دغه ولایت کې اوس ۲۴ د کرکټ رسمي ټیمونه شته.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره‌یې اورېدلی شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:52 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG