د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۳۷

ارزګان کې د سولې د ارمان په نوم د کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

ارزګان ولایت کې د سولې د ارمان په نوم د کرکټ ۳۰ ورځنۍ سیالۍ پای ته ورسېدې.دغه سیالۍ تېره ورځ ناوخته د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د یادو سیاليو سبالونکي او لوبغاړي نجیب‌الله ازادي راډيو ته وویل، دغه لوبې چې په هارډ بال ترسره کېدې او ۱۲ لوبډلو په‌کې برخه اخېستې وه.

نوموړی وايي، دې سیالۍ تر یوې میاشتې دوام وکړ چې د اتفاق لوبډلې لومړی او لمر کرکټ لوبډلې دوهم مقام ګټلی دی.

نجیب الله وايي، د یادو سیاليو د ترسره کولو لپاره لوبغاړو په خپل منځونو کې بسپنه سره کړې وه.

بل‌خوا بیا لوبغاړي وايي، له یادو سیاليو څخه يې هدف د ځوانانو ترمنځ یووالی او ښکېلو خواوو ته د سولې پیغام رسول دي.

لوبغاړي دغه راز د کرکټ بورډ پر ادارې نیوکه کوي چې تر اوسه یې هېڅ ورته کار نه‌دی کړی او په‌دغه ولایت کې کرکټ بورډ یوازې تش په نوم فعالیت کوي.

لوبغاړي پر چارواکو غږ کوي چې یو معیاري لوبغالی دې ورته جوړ شي او د سیالیو زمینه دې ورته برابره کړي.

دا په‌داسې حال کې ده چې په‌دغه ولایت کې اوس ۲۴ د کرکټ رسمي ټیمونه شته.

په‌دې اړه نور حال د ازادي راډيو خبریال شریف‌الله شرافت راکوي چې د لاندې لېنک په کېکاږلو سره یې اورېدلی شئ:
ارزګان کې د سولې د ارمان په نوم د کرکټ سیالۍ اتفاق لوبډلې وګټله

XS
SM
MD
LG