د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۰

د جواد ظریف استعفا په ایران کې بېلابېلې ګونګوسې راولاړې کړي


د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف
د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف

د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف د استعفا خبر په ایران کې بېلابېلې ګونګوسې راولاړې کړې دي.

د ایران ولسمشر حسن روحاني نن د ایران د مرکزي بانک ۵۸مې عمومي غونډې ته په تهران کې د ایران د بهرنیو چارو د وزیر جواد ظریف نوم له دوو نورو چارواکو د ایران د مرکزي بانک له رئیس او د نفتو له وزیر سره یاد کړ او ویې‌ویل چې دغه درې ارګانونه پر ایران د امریکا د فشارونو په تېره بیا اقتصادي فشارونو پر وړاندې د مقاومت په لومړۍ کرښه کې وو او دي.

روحاني پرته له دې چې د ښاغلي ظریف استعفا ته اشاره وکړي، د دوو نورو ادارو د مشرانو تر څنګ‌یې د هغه د کار او هڅو ستاینه وکړه.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

نوموړي وویل:

"غواړم له ټولو درې واړو کسانو د دوی د مقاومت، د دوی د وړتیاوو په خاطر مننه وکړم. هم له ښاغلي دکتور ظریف، هم له ښاغلي دکتور همتي او هم له ښاغلي مهندس زنګنه. دوی هغه ځواک وو چې د دغې مبارزې په لومړۍ کرښه کې ولاړ ول او ولاړ دي."

روحاني وویل، که زموږ د بهرنیو چارو وزارت څه کوي هغه په خلکو پورې تړلی او د خلکو استازیتوب کوي.

د هغه په وینا په ټوله کې حکومت د خلکو له‌خوا انتخاب شوی دی.

د ایران ولسمشر دغه څرګندونې وروسته له هغې کوي چې جواد ظریف پرون د انسټاګرام له لارې د بهرنیو چارو له وزارته د خپلې استعفا خبر ورکړ.

پر ظریف چې په ۲۰۱۵ میلادي کال کې یې د نړۍ له سترو قدرتونو سره اټمي موافقه لاسلیک کړه، له دغې موافقې تېر کال د متحده ایالاتو تر وتلو وروسته په ایران کې د تُندلارو له‌خوا په‌دې وروستیو کې فشارونه زیات شوي وو.

د ایران د ولسمشر د دفتر مشر د انسټاګرام له لارې ویلي چې ولسمشر د ظریف کلک ملاتړ کوي.

محمد واعظي وویل، د ولسمشر روحاني نننۍ څرګندونې چې نوموړی یې وستایه ښکاره پیغام دی چې ظریف د ایران د خلکو ښه استازیتوب کوي او دی یې له کارونو راضي دی.

د ایراني رسنیو د راپورونو له مخې د ایران پارلمان به نن په غونډه کې د ښاغلي ظریف د استعفا مسئله وڅېړي.

ویل شوي چې د پارلمان یو زیات شمېر غړو په یوه لیک کې چې روحاني ته‌یې استولی له هغه‌یې غوښتي چې ظریف دې خپل کار ته دوام ورکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو په واشنګټن کې وویل چې د ظریف د استعفا خبر له نږدې څاري او وبه ګوري چې هغه په رښتیا استعفا کړې که‌نه؟

د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتانیاهو بیا وویل چې ظریف ولاړ او ښه شو چې ولاړ.

XS
SM
MD
LG