د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۶ زمری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

ترکستان بېټنی: نور د پاکستان له پوځ سره پر همکارۍ پښېمانه یم


د امن کمېټې مشر، ترکستان بېټنی
د امن کمېټې مشر، ترکستان بېټنی

د خیبر پښتونخوا په ټانک جنډوله سیمه کې د امن کمېټې مشر، ترکستان بېټني یو وخت پر دې فخر کاوه چې په سیمه کې د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې د پاکستان له زورور پوځ سره نږدې اړیکې لري.

ترکستان بېټنی هغه وخت د وسله‌والو د یوې ډلې مشر و، خو داسې برېښي چې نور د پاکستان له پوځ سره پر همکارۍ پښېمانه دی.

هغه نورو پښتنو ته خبرداری ورکړی چې له پوځ سره دې همکاري نه‌کوي.

د پاکستان پوځ مکرراً ادعا کوي چې په خیبر پښتونخوا کې د پاکستاني طالبانو او د ترورېزم پر ضد په مبارزه کې یې لسګونه عسکر وژل شوي او زخمیان شوي دي.

د فبرورۍ په ۲۲مه، د خیبر پښتونخوا په ټانک جنډوله سیمه کې د نعمت‌خېلو او علي‌خېلو استازو چې ټول په قوم بېټني دي، احتجاجي مظاهره وکړه.

ترکستان بېټني هغوی ته وویل:

''د پاکستان د پوځ پر سر او د خپلې خاورې او مذهب د دفاع لپاره زموږ ۱۳۶ کسان شهیدان شوي، خو له دې سره‌یې هم زه شپږ کاله زنداني کړم. دا دی زما وراره‌یې هم وژلی. هغه هم د پاکستان د پوځ سره مرسته کوله.''

بېټني خلکو ته وویل:

''په‌داسې پاکستان کې چې زما په څېر څوک په امن کې نه‌دی، څوک به په امن کې وي؟''

مظاهره کوونکو غوښتنه کوله چې د امن کمېټې د مشر ترکستان بېټني د وراره، ظهور بېټني قاتلان باید ونیول شي.

د ترکستان بېټني وراره د فبرورۍ په ۱۶مه تښتول شوی او پنځه ورځې ورک و.

د ظهور الرحمان بېټني جسد چې سر یې پرې شوی و، د فبرورۍ په ۲۱مه نېټه وموندل شو.

ترکستان بیټنی
ترکستان بیټنی

ظهور الرحمن په زرقاوي مشهور و او د ترکستان بېټني د امن کمېټې له فعالو غړو و.

د هغه جسد د ټانک په مرکزي چوک کې اچول شوی و.

د هغوی د کلي یوه اوسېدونکي، احسان بېټني ازادي راډیو ته ویلي چې د ظهور بېټڼي یې غاړه ورپرې کړې وه او د وژلو وروسته‌یې د سوځولو لپاره پر بدن تېل هم پر پاشلي وو، بدن‌یې سوځول شوی هم وو.

په ټانک کې یوه خبریال، شیخ رحمت‌الله ازادي راډیو ته وویل چې د بېټنیو خلک د پاکستان له حکومت د امنیت غوښتنه لري او غواړي چې د ظهور بېټني قاتلان ونیسي.

په خیبر پښتونخوا کې چارواکو تر اوسه د ظهور بېټني د قتل په تړاو څوک نه‌دي نیولي.

ترکستان بېټنی څه باندې ۵۰ کلن دی.

د راپورونو په حواله، هغه د پاکستان په قبایلي ملېشو کې خدمت وکړ او په افغانستان کې د طالبانو په لیکو کې هم وجنګېد.

بېټنی تر ۲۰۰۱ میلادي کال وروسته چې د طالبانو رژیم په افغانستان کې ړنګ شو، د پاکستاني طالبانو هغو ډلو ته ورغی چې د القاعده او په افغانستان کې د وسله‌والو طالبانو په ملاتړ جنګېدل.

خو په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د تحریک طالبان پاکستان له تشکیل سره سم، د ترکستان بېټني او د تحریک د پخواني مشر بیت‌الله محسود ترمنځ اختلافات پيدا شول او هغه له طالبانو ووت.

د بېت‌الله محسود تر مشرۍ لاندې تحریک طالبان پاکستان د ټوپک په زور د اسلامي شریعت د عملي کولو لپاره مبارزه کوله او اساسي نښه‌یې د پاکستان مرکزي حکومت و.

ترکستان بېټني په ټانک جنډوله کې د تحریک طالبان پاکستان پر وړاندې مبارزه پیل کړه او په ۲۰۰۸ میلادي کال کې د دواړو خواوو ترمنځ اختلاف په وسله‌واله جګړه بدل شو.

هغه د امن کمېټه جوړه کړه او د پاکستان د پوځ تر څنګ ودرېد.

د ترکستان بېټني د امن کمېټې د پاکستان له پوځ سره همکاري کوله چې د تحریک طالبان پاکستان ډله له ټانکه وباسي.

په‌دې مبارزه کې د تحریک طالبان پاکستان وسله‌والو د ترکستان بېټني د ورور، هندوستان بېټني په ګډون د هغه د کورنۍ او قوم تر ۱۰۰ زیات کسان ووژل.

ترکستان بېټنی په ۲۰۱۰ میلادي کال کې لا درکه شو او په ۲۰۱۶ میلادي کال کې بیا راڅرګند شو.

هغه ادعا وکړه چې شپږ کاله‌يې د پاکستان د حکومت په توقیف کې تېر کړل.

ټانک ته له ستنېدو سره سم بېټني د امن کمېټه بېرته فعاله کړه، خو هېڅ‌یې هغه پخوانی نفوذ او زور پید ا نه‌کړ.

د فبرورۍ په ۲۲مه په ټانک کې مظاهرې ته د بېټني له وینا معلومېده چې د وراره وژل کېدو هغه د پاکستان له پوځ سره له همکارۍ پښېمانه کړی دی.

ترکستان بېټني وویل، د پاکستان د پوځ له افسرانو سره د هغه د قربانیو بشپړ کتاب پروت دی او له حکومته‌یې خواست وکړ چې په ټانک دې یو وار بیا د دهشت اچوونکو ډلو د فعالیت مخنیوی وکړي.

هغه پر پښتنو غږ وکړ چې د پاکستان له پوځ سره د همکارۍ په اړه بیا فکر وکړي.

ترکستان بېټني په ټانک جنډوله کې مظاهرې ته وویل:

"زه د پاکستان او افغانستان پښتنو ته خواست کوم چې پوځي چاوڼۍ پرېږدي. په پوځي چاوڼيو کې زه ډېر کېناستم چې دا مې حال شو او داسې پاداش‌یې راکړ."

د ترکستان بېټني سرګذشت د هغې جګړې پېچلتیا څرګندوي چې د پاکستان پوځ له هغو وسله‌والو ‌ډلو سره پیل کړې چې پوځ یو وخت جوړې کړې وې یا یې د هغوی ملاتړ کاوه.

دا همداراز هغو ستونزو ته اشاره کوي چې اسلام‌اباد په خیبر پښتونخوا او قبایلو کې د وضعیت د ثبات او امنیت ټینګولو لپاره ورسره مخامخ دی.

د پاکستان پوځ لا په دې اړه خبرې نه‌دي کړي.

ژورنالېست عدنان بېټني تقریباً یوه لسیزه د ترکستان بېټني د فعالیتونو په تړاو کار کړی دی.

عدنان ازادي راډیو ته ویلي چې په قبایلو کې د امن ټینګولو یوازنۍ لار دا ده چې اسلام‌اباد واقعاً، خپله خبره عملي کړي او سیمه له وسله‌والو طالبانو پاکه کړي.

عدنان ویلي، اسلام‌اباد باید ترهګرو ډلو ته اجازه ورنه‌کړي چې په سیمه کې قتل او قتال پیل کړي او مرکزي دولت باید له خپلو ټولو ادارو سره دلته حضور ولري.

د ژورنالېست عدنان بېټني په وینا، په قبایلو کې باید پولیس، محکمې او نور حکومتي دفترونه کار پیل کړي.

قبایل تېر کال په مې میاشت کې له خیبر پښتونخوا سره یوځای شول.

د قبایلو سیمې تقریباً شپږ میلیونه وګړي لري، خو لا هم د پاکستان د مرکزي حکومت ډېرې ملکي ادارې هلته نه‌دي فعالې شوي.

XS
SM
MD
LG