د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۴۷

د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي چارو کمېسیون د جنګ د تاکتیکي بدلون هرکلی وکړ


د افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي چارو د کمېسیون رئیس هاشم الکوزی 
د افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي چارو د کمېسیون رئیس هاشم الکوزی 

د افغانستان د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي چارو کمېسیون د امنیتي ځواکونو له‌خوا د جنګ په تاکتیکونو کې د بدلونونو د راوستلو هرکلی کوي.

وروسته له دې چې د افغانستان د ملي امنیت شورا د جنګ په تاکتیکونو کې د بدلونونو خبره وکړه، د مشرانو جرګې د دفاعي او امنیتي چارو کمېسیون د دې ترڅنګ چې د دغو بدلونونو ملاتړ کوي، ټینګار هم کوي او وايي چې دغه جنګي ستراتېژي دې داسې تنظیم شي چې ملکي کسان په‌کې ژغورل شوي وي.

د دغه کمېسیون رئیس هاشم الکوزي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۶» ازادي راډیو ته وویل، تر اوسه د جنګ تاکتیک سم نه‌و او خلک ترې هم راضي نه‌ښکارېدل.

دی زیاتوي:

"امنیتي ارګانونه دې د جنګ تاکتیک داسې تنظیم کړي چې د خلکو د رضایت لامل شي، له خلکو سره دې مشوره وشي چې ملکي تلفات لږ شي، همدارنګه دې له طالبانو سره د خلکو د یوځای کېدو مخنیوی هم وشي."

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د ملي امنیت شورا ویلي، د جنګ د تاکتیکونو په بدلولو کار روان دی او ورسره به ملکي تلفات هم کم شي.

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین د یکشنبې په ورځ وویل، د جنګ د تاکتیک بدلول به د وسله‌والو مخالفینو له ځپلو سره مرسته وکړي.

د جنګ د تاکتیک د بدلون څرنګوالی تر اوسه ښکاره نه‌دی.

وموغوښتل چې په دې اړه د ملي امنیت شورا د چارواکو نظر ولرو، خو د بیا بیا اړیکو له نیولو سره هم ونه‌توانېدو.

د جنګ د تاکتیک د بدلولو خبره په داسې حال کې کېږي چې په دې وروستیو کې یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان مرستندویه دفتر په خپل راپور کې ویلي چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ملکي تلفات د تېر په پرتله زیات وو.

د راپور له مخې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې ۳۸۰۴ ملکي کسان وژل شوي وو.

د یوناما د بشري حقونو د څانګې مشر ریچارد بینیټ ویلي چې ۶۳ فیصده دغه تلفات د وسله‌والو مخالفینو له‌خوا رسېدلي چې د ۳۷ فیصدو لامل‌یې طالبان، د ۲۰ فیصدو یې داعش ډله او د ۶ فیصدو یې بېلابېلې وسله‌والې ډلې دي.

د ده په خبره، د دغو تلفاتو ۱۴ فیصده افغان امنیتي ځواکونو، ۶ فیصده نړیوالو ځواکونو، او ۴ فیصده د دولت پلوي ځواکونو پورې اړه لري.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د دغه راپور په هکله څه نه‌دي ویلي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو ځیني پوهان وايي، د افغانستان جګړه جبهه‌اي نه، بلکې چریکي ده او په نوي تاکتیک کې باید د شپې له عملیاتو او له کمانډو ځواکونو کار واخیستل شي.

افغان کارپور عتیق الله امرخېل
افغان کارپور عتیق الله امرخېل

​د دغو کارپوهانو له ډلې عتیق‌الله امرخېل وویل:

"افغانستان له چریکي جنګ سره مخ دی، پر دښمن اساسي حملې په پټه ترسره کېږي، ځکه دښمن د خلکو په منځ کې ځای نیسي، تاکتیک وايي، په دغو حالاتو کې باید له درنو وسلو او هوايي ځواکونو کار وانه‌خیستل شي او پر کمانډويي عملیاتو دې تمرکز وشي."

ښاغلی امرخېل ټینګار کوي چې په چریکي جنګونو کې د درنو وسلو او هوايي ځواکونو کارول ناکام دي او د ملکي تلفاتو د زیاتوالي لامل کېږي، ځکه د ده په خبره، ترورېستان د خلکو له کورونو د ډال په توګه کار اخلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG