د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۲

د ملي امنیت شورا: د جګړې د بڼې په بدلون او د ملکي تلفاتو په کمېدو کار روان دی


د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین
د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند طارق ارین

د افغانستان د ملي امنیت شورا چارواکي وايي، په جګړو کې د ملکي کسانو د تلفاتو لامل وسله وال مخالفین دي، ځکه چې دوی د جګړو پرمهال د ملکي کسانو له کورونو، جوماتونو او له داسې نورو ځایونو ګټه اخلي.

په افغانستان کې د ملکې تلفاتو د زیاتوالي په اړه د ملګرو ملتو د سازمان د راپور له خپرېدو سره د افغانستان د ملي امنیت شورا وايي، د جنګ کولو د طریقې د بدلولو لپاره جدي کار روان دی او دا طریقه به وکړای شي چې د جنګ پرمهال ملکي تلفات کم کړي.

د دغې شورا ویاند طارق ارین په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ خپلو خلکو ته ډاډ ورکوو چې د جنګ د طریقې د بدلولو لپاره په منظمو لارو کار کوو، دا طریقه د د ښمن په پېژندلو، ځپلو او د ملکي تلفاتو له کمولو سره مرسته کوي، خلک دې ډاډمن وي چې هره داسې پېښه چې رامنځته کېږي، زموږ جدي پام ورته شته."

دا په داسې حال کې ده چې د ملګرو ملتونو سازمان مخکې تر دې هم د افغانستان په روانو جنګونو کې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه خپاره کړي چې په اکثرو کې یې زیاتوالی ښودل شوی دی.

د ملګرو ملتونو د سازمان په تازه راپور کې چې د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر د بشري حقونو د څانګې رئیس ریچارد بنیټ خپور کړی، راغلي چې په دې هېواد کې د ۲۰۱۷ میلادي کال په پرتله په ۲۰۱۸ کې په ملکي تلفاتو کې ۱۱ فیصده زیاتوالی راغلی دی.

راپور وايي، په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په افغانستان کې ۳۸۰۴ ملکي کسان وژل شوي چې د ۶۳ فیصدو مسؤلیت یې د دولت د وسله والو مخالفینو پرغاړه دی.

په راپور کې داهم راغلي چې په دغو وژنو کې وسله وال طالبان ۳۷ فیصده، داعش ډله ۲۰ فیصده، افغان امنیتي ځواکونه ۱۴ فیصده او بېلابېلې مخالفې وسله والې ډلې ۶ فیصده لاس لري.

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د ملکي کسانو پر تلفاتو اندېښنه ښيي او وايي، په جګړو کې د ملکي کسانو د تلفاتو لامل په نښتو کې د ښکېلو اړخونو له خوا د جګړې د نړیوالو اصولو نه مراعتول دي.

د دغه کمېسیون ویاند بلال صدیقي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال احمد صدیقي
د افغانستان د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ویاند بلال احمد صدیقي

"په دې وروستیو کې چې هوايي بریدونه او د شپې عملیات کېږي، ملکي کسانو ته په کې تلفات اوړي، زموږ غوښتنه ده چې دولت، نړیواله ټولنه او وسله وال مخالفین دې مسئلې ته جدي پام وکړي چې د جګړې اصول او قواعد پلي او ملکي کسان قرباني نه شي."

دا لومړی ځل نه دی چې د افغانستان په روانو جګړو کې د ملکي تلفاتو په اړه راپورونه خپرېږي او اندېښنې زېږوي، بلکې پخوا تر دې هم د هېواد په ناامنو سیمو کې د وسله والو مخالفینو او افغان امنیتي ځواکونو په نښتو کې د ښځو او ماشومانو په ګډون، ملکي کسان وژل شوي دي.

په وروستیو څو کلونو کې د ننګرهار، کونړ، بغلان او ځینو نورو شمالي ولایتونو یو شمېر ولسوالۍ، د افغان ځواکونو او وسله والو مخالفینو ترمنځ نښتو کې د ملکي کسانو د تلفاتو شاهدانې وې.

وسله والو طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG