د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۲۳

د هریرود اوبه، "ایران اجازه نه‌ورکوي چې سرحدي هریرود ته ولاړې شي"


آرشیف/ د افغانستان یو سیند
هریرود؛
آرشیف/ د افغانستان یو سیند هریرود؛

د افغانستان پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر وايي دغه هېواد په ځینو مواردو کې دې ته اړ کېږي څو د هریرود د اوبو په حوزه مذاکرات وکړي.

د افغانستان پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم وايي چې ایران په خپله خاوره کې د هريرود د اوبو په حوزه شااوخوا ۴۰ بندونه جوړ کړي چې په خبره‌یې دغه کار د دې لامل شوی چې په‌دغه حوزه کې د اوبو کچه راښکته شي.

ښاغلي فهیم د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۲» د افغانستان د ستراتېژیکو مطالعاتو په انسټټیوټ کې «هریرود، مرورې بر حوزه‌ اب‌رېز» د کتاب په مخ کتنه کې خبرې کولې وویل چې ایران په ځینو مواردو کې افغانستان مجبوروي چې د هريرود د اوبو په حوزه خبرو ته کېني.

په داسې حال کې چې د ښاغلي فهیم په باور ایران په خپله خاوره کې اجازه نه‌ورکوي چې اوبه سرحدي هریرود ته ولاړې شي.

د افغانستان پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم
د افغانستان پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم

نوموړي زیاته کړه:

"دغې حوزې تر مشهد پراخوالی پيدا کړی چې تربت جام، تربت حیدریه، سرخس او ټولې سیمې په‌کې شاملې دي، په‌دغه حوزه کې زموږ ایراني دوستانو ۴۰ بندونه جوړ کړي او یوه څاڅکي اوبو ته هم اجازه نه‌ورکوي چې سرحدي هریرود ته داخلې شي، خو تل په‌دې اړه خبرې کوي چې راځئ مذاکرات وکړو، په څه مذاکرات وکړو؟ که ستاسو نظر حوزې ته وي، راځئ د حوزې په ټولو اړخونو خبرې وکړو."

ښاغلی فهیم وايي، افغانستان ته باید فرصت ورکړل شي څو د سیاست او د اوبو د حقونو په اړه پوهه تولید کړي او بیا وروسته مذاکراتو ته ولاړ شي.

دا په‌داسې حال کې ده چې د یوې تازه څېړنې له مخې له ۱۳۸۲ هجري لمریز کاله راهیسې په‌دغه حوزه کې ۵۰ فیصده اوبه کمې شوې دي.

د دغې څېړنې چمتو کوونکي محمد علي حسیني د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د کب ۰۲» د کتاب په مخ کتنه کې وویل چې د نوموړي د څېړنې له مخې د ایران په خاوره کې د دغې حوزې له اوبو بې‌درېغه استفاده کېږي.

هريرود د هغه سیند نوم دی چې د افغانستان له مرکزي ولایتونو سرچینه اخلي او د غور او هرات ولایتونو نه په تېرېدو د افغانستان او ایران ترمنځ له ګډ سرحد اوړي او بالاخره ترکمنستان ته داخلېږي.

د ملګرو ملتونو د راپور پر اساس د دغه سیند اوبه په ۱۹۹۶ میلادي کال کې ۹۵ میلیارده متره مکعب ته رسېدلي، خو د افغانستان د پراختیا د ملي ستراتېژۍ په سند کې راغلي چې په ۱۳۸۶ هجري لمریز کال کې د دغې حوزې اوبه ۵۷ میلیارده متره مکعب ته رسېدلې.

د افغانستان او ایران سرحدي اوبه له څو کلونو راهیسې د دواړو هېوادونو ترمنځ جنجال دی.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف په تُنده لهجه خبرداری ورکړی و چې هېواد به‌یې له افغانستان نه د خپلې حق‌ابې د ترلاسه کولو لپاره په‌دغه هېواد باندې له هر ډول فشار نه استفاده وکړي.

له دې وړاندې ایراني ولسمشر حسن روحاني ویلي و چې هېواد یې په ګاونډ په ځانګړې توګه په افغانستان کې د بندونو په جوړولو کې بې‌تفاوته نه‌شي پاتې کېدای.

خو افغان حکومت ویلي و چې "اوبه د افغانانو حق او اړتیا ده، خپلو ګټو ته لومړیتوب ورکوو."

  • خو اوس سؤال دلته پیدا کېږي چې افغانستان د کومو اسنادو په درلودلو سره د اوبو په سر له ایران سره خبرو ته حاضر شي؟
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت لوګو
د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت لوګو

د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزارت سلاکار محمود محمودي د دغه کتاب په مخ کتنه کې چې د افغانستان د ستراتېژيکو مطالعاتو په انسټټیوټ کې جوړه شوې وه وویل، افغانستان باید له مذاکراتو مخکې د تدوین شوې پالېسۍ او باظرفیته بنسټونو تر څنګ، د اوبو اړوند دقیقې شمېرې او معلومات هم ولري.

نوموړي زیاته کړه:

"معلوماتو او ارقامو ته د لاس‌رسي مسئله ده، که هر څوک له معلوماتو او ارقامو پرته ګاونډي هېواد ته ځي او خبرې کوي، بایلونکی دی، موږ په افغانستان کې د اوبو د سنجونې ۱۴۴ دستګاوې درلودې چې اوس له‌منځه وړل شوې دي.​"

له ایران سره د هريرود د اوبو د حوزې پر سر خبرې داسې مهال راپورته کېږي چې افغانستان روان کال وچکالي تجربه کړه.

د افغانستان پېښو ته د رسېدنې په چارو کې د دولت وزیر نجیب اقا فهیم وايي، روان کال د وچکالۍ له امله شااوخوا څلور لکه کورنۍ خپلې مېنې پرېښې دي.

د نوموړي په وینا که د افغانستان وچکالۍ ته جدي پام ونه‌شي، افغانستان به په راتلونکي کې له زیاتو ستونزو سره مخامخ شي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG