د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۳

په ایران کې دوه ښځې د مذهبي پولیسو له لاسه وژغورل شوې 


آرشیف، د ایران د تهران ښار
آرشیف، د ایران د تهران ښار

د تهران ښار یو شمېر اوسېدونکو دوه ښځې د مذهبي پولیسو له لاسه وژغورلې.

په ایران کې د ارشاد ګرځنده پولیس چې ګشت او ارشاد ورته وايي، په افغانستان کې د طالبانو د واکمنۍ په کلونو کې د امر باالمعروف او نهی عن المنکر ډلو ته ورته دي.

خو په دې توپير چې په ایران کې ښځې پولیسې د ښځو پر ټولنیزو کړو وړو څارنه کوي.

دې پولیسو د فبرورۍ په ۱۵مه د تهران ښار په یوه څنډه کې دوه ځوانې ښځې په دې تور چې څادر یې سم نه‌دی پر سر کړی، ودرولې.

پولیسو زور کاوه چې دواړه ښځې خپل موټر ته پورته کړي او توقیف ځای ته‌یې د سؤال او ځواب لپاره بوځي.

خو د پولیسو دې کار شااوخوا ولاړ خلک په غصه کړل او یو شمېر کسان د پولیسو د موټر مخې ته ودرېدل.

یو شمېر موټر چلوونکو د پولیسو موټر په خپلو موټرو کلا بند کړ او پولیس‌یې مجبور کړل چې دواړه ځوانې خوشې کړي.

د پېښې له ځايه په خپرو شویو وېډيوګانو کې د ډزو غږ هم اورېدل کېږي.

د ایران دولتي خبري اژانس ايرنا د تهران د پولیسو د چارواکو په حواله ویلي چې ډزې پولیسو د خلکو د خورولو لپاره کړې دي.

چارواکو ویلي چې پولیسو هوايي ډزې کړې دي.

د مریم عبدي په نوم یوې ځوانې ایرانۍ پر ټویټر لیکلي چې خلک باید د ښځو ملاتړ وکړي او باید په جبري ډول پر ښځو د څادر پر سر کولو مخې ته ودرېږي.

په ایران کې له اسلامي انقلاب ۴۰ کاله ووتل.

پر ښځو د څادر پر سر کولو اجباري کېدل په هغو ټولنیزو بدلونونو کې وو چې د اسلامي انقلاب په لومړیو کلونو کې د ایران ټولنه ورسره معرفي شوه.

د عسل بانو په نوم یوې ایرانۍ پر ټویټر لیکلي چې که په تېرو ۴۰ کلونو کې ایرانیان په دې ډول د ظلم پر وړاندې درېدلي وی، د ایران وضعیت به نن ډېر ښه وی.

له څو میاشتو راهیسې د ایران په بېلابېلو ښارونو کې یو شمېر ښځې د اجباري څادر پر ضد د احتجاج لپاره سرتورې وېډیوګانې او عکسونه پر ټولنیزو رسنیو خپروي.

یوه ځوانه ایرانۍ مېرمنه چې خپل څادر یې لیرې کړی دی
یوه ځوانه ایرانۍ مېرمنه چې خپل څادر یې لیرې کړی دی

هغوی د ښځو د شخصي ازادۍ او مساوي حقونو لپاره مبارزه کوي.

د ایران خبري اژانس عصر په یوه مقاله کې لیکلي چې د ایران حکومت ته ښايي چې د ګشت او ارشاد د پولیسو د تشکیل په اړه غور وکړي.

عصر لیکلي چې ایرانیان اقتصادي فشار او ټولنیزو محدودیتونو ډېر ستړي کړي او په ډېرو مواردو کې غصه پر پولیسو سړوي.

XS
SM
MD
LG