یو شمېر سیاسي ګوندونه او مدني ټولنې وایي، د کابل د ولسي جرګې رأیې باطلې شوي او د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون پرېکړه بېرته نهراګرځېدونکې ده.
دا ټولنې وایي، هېڅ ډول کمېټه یا کمېسیون د کابل د ولسي جرګې د انتخاباتو د رأیو د بیا شمېرنې او پلټنې صلاحیت نهلري او دغه رأیې باطلې دي.
هغوی د سې شنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۳۰» په یوه خبري ناسته کې وویل، هره هغه کمېټه چې د دغو رأیو د څارنې لپاره جوړه شوې د قانون خلاف ده.
د افغانستان د متحد ملت ګوند د دارالانشاء مشر سید بشیر بشرمل وویل:
"د انتخاباتو قانون د پنځم بند له مخې د کابل رأیې باطلې شوې وې، احتمالیې شته چې هغوی د انتخاباتو د نوي قانون له مخې د کابل د رأیو د څارنې لپاره یو کمېټه جوړه کړي او موږ وایو هغه قانون چې توشېح کېږي ماقبل ته رجعت نهکوي، د کابل په اړه پرېکړه د مخکېني قانون له مخې شوې او حکومت نهشي کولای د هغه نوي تعدیل شوي قانون له مخې د کابل د رأیو د ابطال پرېکړه لغوه کړي او د نوي قانون له مخې د کابل رأیې وڅاري."
ښاغلي بشرمل د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشرانو له ګوښه کېدو هرکلی وکړ، خو وایي چې دواړو کمېسیونونو د کابل د رأیو د څارنې توان نهدرلود او د کابل رأیې باطلې شوي او د څارنې اړتیا یې نهشته.
د ښاغلي بشرمل په خبره، لا هم د انتخاباتي کمېسیونونو د عملیاتي برخو کار کوونکي چې په انتخاباتو کې د درغلیو لپارهیې زمینه برابره کړې وه ګوښه شوي نهدي او ژر تر ژره دې هغوی له دندو ګوښه او عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
شااوخوا دوه نیمې میاشتې وړاندې د افغانستان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د میزان د ۲۸مې نېټې د کابل د ولسي جرګې رأیې باطل اعلان کړې وې چې د انتخاباتو کمېسیون د قانون له مخې په دې مکلف دی چې پهدغه ولایت کې دې بیا انتخابات ترسره کړي.
وروسته له هغې د حکومت په منځګړیتوب پر دې پرېکړه وشوه چې د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له لوري وړاندې شویو اسنادو او شواهدو پر اساس له خپلې پرېکړې تېر او دغه رأیې بیا وشمېرل شي.
له دغو ټولو ناندریو وروسته بالاخره ولسمشر د انتخاباتو د قانون طرحه تعدیل او توشېح کړه او د انتخاباتي کمېسیونونو کمېشنرانیې له دندو لیرې کړل.
له دې سره د افغانستان د ازادو او شفافو انتخاباتو د مؤسسې مشر حبیبالرحمن ننګ وایي، د انتخاباتي کمېسیونونو نوې رهبري باید د کابل پاکې رأیې له ناپاکو جلا او خلکو تهیې په راڼه ډول پایلې اعلان کړي.
ده زیاته کړه:
"د انتخاباتو کمېسیونونو له نوې رهبرۍ زموږ هیله ده چې هغوی دې پهدې پوه شي چې د کابل په حوزه کې زیان تر کومې اندازې وو چې رأیې یې باطلې شي او که زیان پهدې اندازه نهوي او باور ولري، نو لازم تفتیش او مشوره دې وکړي او بیا یې تأییدې کړي."
په ورته وخت کې د مدني ټولنې یو غړي عبدالغفار وفا پهدغې ناسته کې وویل، د کابل د رأیو د تفتیش پروسه د درېیم ځل لپاره ناظرینو، سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو ته د منلو وړ نهده.
خو حبیبالرحمن ننګ وایي، د انتخاباتي کمېسیونونو نوي غړي چې ټاکل شوې وګمارل شي باید د کابل رأیې په بېطرفۍ وڅاري او پایلې یې اعلان کړي چې خلکو او د انتخاباتو نوماندانو لپاره د منلو وي.
راپور: فېروزه عزیزي