د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۰ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۴۰

د سولې عالي شورا د قطر راتلونکې ناستې نه د ښو پرمختګونو هیله لري


ارشیف، په قطر کې د طالب استازو دفتر
ارشیف، په قطر کې د طالب استازو دفتر

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د طالب استازو او امریکايي پلاوي ترمنځ د قطر له راتلونکې ناستې د ښو پرمختګونو هیله لري.

په‌داسې حال کې چې په اسلام‌اباد کې د طالبانو د استازو، پاکستاني او امریکايي چارواکو ترمنځ د دوشنبې د ورځې لیده کاته او خبرې لغوه شوي او ټاکل شوې چې د فبرورۍ په ۲۵مه نېټه د دوی مرکچي پلاوی په قطر کې د افغانستان لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد سره وګوري، د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، د سولې په خبرو کې دقت مهم دی نه ژر یا په ځنډ سره نتیجې ته رسېدل.

د دغه شورا مرستیال عطاالرحمن سلیم د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۲۹» ازادي راډیو ته وویل چې د قطر له راروانې غونډې د ښو پرمختګونه تمه لري.

د سولې شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم
د سولې شورا مرستیال عطا الرحمن سلیم

نوموړي زیاته کړه:

"هیله‌مند یو چې یوې نتیجې ته ورسېږي، طالبان باید په افغانستان کې چې کوم حقایق دي هغه په پام کې ونیسي او پر بنسټ‌یې د افغانستان له حکومت سره خبرو ته چمتو شي، زما په اند دا خبرې که وخت ډېر واخلي که کم دا هم مهم نه‌دی، مهم دا دی چې په تدبیر سره او له پرواګرم سره سمې مخته ولاړې شي."

ښاغلی سلیم وايي چې د افغانستان د سولې له‌پاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت استازي زلمي خلیل‌زاد هم تېره ورځ له دوی سره کتلي او د سولې د خبرو د روان بهیر په اړه‌یې هیله څرګنده کړې.

ولسمشرۍ ماڼې هم د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې ښاغلي خلیل‌زاد تېر ماښام له افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره وکتل او د سولې د وروستیو پرمختګونو په اړه‌يې ورسره خبرې وکړې.

په اعلامیه کې راغلي دي، افغان ولسمشر ښاغلي خلیل‌زاد ته ویلي چې موږ د دې غوښتونکي یو چې طالبان او پاکستان خپلې ګډې اړیکې موږ ته روښانه کړي چې د اړیکو بنسټ‌يې څه دی.

دا په‌داسې حال کې ده چې وسله‌والو طالبانو تېره ورځ رسنیو ته په استول شوي یوې اعلامیه کې ویلي چې په اسلام‌اباد کې له پاکستاني او امریکايي چارواکو سره د دوی غونډه لغوه شوې ده.

طالبانو د دغې غونډې د لغوه کېدو لامل د ملګرو ملتونو او امریکا په تور لېست کې د دوی د یو شمېر استازو د نومونو موجودیت ښودلی دی.

ټاکل شوې چې د روانې میلادي میاشتې په ۲۵مه نېټه طالب استازي او امریکايي پلاوي یو وار بیا په قطر کې سره وګوري.

د سیاسي چارو یو شمېر افغان کارپوهان هم د قطر ناستې ته هیله ښيي او وايي چې ښايي دا ناسته د یوه دایمي اوربند لامل وګرځي.

سیاسي کارپور ودیر ساپی
سیاسي کارپور ودیر ساپی

له ډلې يې ودیر ساپي ازادي راډيو ته وویل:

"فکر کوم چې د مسکو له ناستې وروسته به اوس طالبان یو څه نور هم متأثره شوي وي چې نور باید جګړه پای ته ورسېږي، همدا هغه وخت دی چې طالبان هم ترې استفاده کولای شي، نو فکر کوم چې د قطر دا وار ناسته کې به خلیل‌زاد هم له طالبانو سره جدي خبرې وکړي او ډېر امکان دا دی چې دا ناسته یو دایمي اوربند ته لاره هواره کړي."

په‌دې وروستیو کې د افغان سولې په اړه هلې ځلې تر بل هر وخت تېزې شوي، خو هغه څه چې په‌دې برخه کې مهم ګڼل کېږي د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ مخامخ خبرې دي چې لا تر اوسه نه‌‌دي پیل شوي.

د افغان حکومت او امریکا هڅه همدا ده چې له هرې ممکنه لارې څخه په ګټې اخیستنې طالبان وهڅوي چې له افغان حکومت سره د سولې په اړه مخامخ خبرو ته حاضر شي.

راپور: اکرام‌الله اکرام

XS
SM
MD
LG