د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۷

مسیر: افغان حکومت پاکستان ته د طالب استازو پر احتمالي سفر ملګرو ملتونو ته شکایت کړی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې پر بېلابېلو موضوعاتو لکه سولې، له دغه هېواده د امریکايي پوځیانو د وتلو او د انتخاباتو په اړه لیکلي دي.

مسیر:

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپل یو مطلب کې لیکلي، افغان حکومت پاکستان ته د طالبانو د مذاکراتو د ټیم د استازو پر اعلان شوي سفر ملګرو ملتونو ته رسماً شکایت کړی دی.

په مطلب کې راغلي، بي بي سي د هغه رسمي لیک متن ترلاسه کړی چې په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ په دې اړه د امنیت شورا د بندیزونو ځانګړي کمېټې ته استولی دی.

ورځپاڼه لیکي، په دغه لیک کې ویل شوي چې پاکستان ته د طالب استازو د اعلان شوي احتمالي سفر په اړه له افغان حکومت سره هېڅ ډول سلا مشوره نه ده شوې او له طالبانو سره د پاکستاني چارواکو لیدنه به د دې ډلې د رسمیت پېژندنې په معنا وي.

لیکوال لیکي، په لیک کې دا هم راغلي چې طالبان د افغانستان سوله او ثبات ګواښي او پاکستان ته د تلونکي طالب پلاوي نهه غړي د ملګرو ملتونو د بندیزونو په ځانګړي نوملړ کې دي.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه لیکلي دي.

هېواد لیکي، د امریکا د دفاع سرپرست وزیر ویلي چې له افغانستانه یې د ځواکونو هر ډول احتمالي وتل به متحدینو سره په همغږۍ ترسره شي.

په مطلب کې د نوموړي په حواله راغلي چې امریکا به یوازې او په خپل سر دا کار ونه کړي.

ورځپاڼې په خپل دغه مطلب کې دا هم لیکلي چې پترېک شاناهان ویلي، مونږ په دې هم غږېدلي یوو چې پر طالبانو د فشار په خاطر څنګه له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو خپل ملاتړ پراخ کړو.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې بیا د خپلې نننۍ ګنې په سر مقاله کې لیکلي، د ولسمشرۍ انتخاباتو ته نېږدې کېږو او دا د ټولو کاندیدانو لپاره د اهمیت وړ موضوع ده، ځکه دوی غواړي چې په خپلو قانوني هڅو سره په دغو انتخاباتو کې بری خپل کړي.

په سرمقاله کې راغلي چې کاندیدان د خلکو د رأیو خپلولو لپاره د انتخاباتي کمپاینونو حق لري چې وروسته په اعلان شي، خو د سرمقاله لیکونکي اندېښنه دا ده چې په افغانستان کې برحال حاکمان له وخته مخکې غیر قانوني کمپاینونه کوي.

ورځپاڼه لیکي چې په دې اړه د ولسمشرۍ د راتلونکو انتخاباتو کاندیدان هم اندېښنه لري او ویلي یې دي چې د هېواد زعامت له دولتي امکاناتو په استفادې سره غواړي سیاسي ګټه اخیستنه ترسره او د ولسمشرۍ په راروانو انتخاباتو کې خپلې بریا ته کار وکړي.

XS
SM
MD
LG