د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۷

په افغانستان کې د جرمني سرتېرو د وخت د تمدید له پرېکړې د اجرائیه ریاست هرکلی


د افغانستان د اجرائیه ریاست ودانۍ (د سپیدار ماڼۍ)
د افغانستان د اجرائیه ریاست ودانۍ (د سپیدار ماڼۍ)

د افغان حکومت اجرائیه رياست د جرمني د پارلمان له هغې پرېکړې هرکلی کوي چې له مخې یې د دغه هېواد پوځي ماموریت په افغانستان کې يو کال نور هم تمدید شو.

په داسې حال کې چې د امریکايي پوځ د مرکزي قوماندانۍ قوماندان جنرال جوزف ووټل له افغانستانه د دغه هېواد له زرو د زیاتو سرتېرو د وتلو خبر ورکوي، د جرمني پارلمان په افغانستان کې خپل پوځي ماموریت يو کال نور هم تمدید کړ.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست د جرمني د پارلمان د دغې پرېکړې د هرکلي ترڅنګ په افغانستان کې د دغه هېواد د سرتېرو حضور د افغان ځواکونو د روزنې او له ترورېزم سره د مبارزې لپاره مهم بولي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې لا هم افغانستان او سیمه د ترورېزم له ګواښ سره مخ ده چې باید پر وړاندې یې ګډه مبارزه وشي.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

ده وویل:

"د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې چې کوم هېوادونه دلته سرتېري لري، هغوی افغان ځواکونو ته روزنه ورکوي او د تجهیز په برخه کې يې همکاري لري، هر څومره چې دا ملاتړ او همکاري اوږدېږي، دا د افغانستان په ګټه ده، ترورېزم لا هم په افغانستان او سیمه کې موجود دی، نو ځیني اهداف شته چې د نړیوالو ځواکونو حضور دلته اړین احساسېږي."

د ښاغلي خوځون په خبره، که څه هم اوسمهال د جګړې ټول مسؤلیت د افغان ځواکونو په غاړه دی، خو د دوی د لا پياوړتیا او ښه تجهیز لپاره د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا لېدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې د جرمني پارلمان د دغه هېواد د لومړۍ وزیرې په حضور کې پرېکړه کړې چې سرتېري به یې د يو بل کال لپاره هم په افغانستان کې خپل ماموریت ته دوام ورکوي.

د دغې پرېکړې له مخې جرمني سرتېري به د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو روزنې او ملاتړ ته دوام ورکوي.

د جرمني پارلمان دا شان ویلي چې په افغانستان کې به یې د مېشتو سرتېرو په شمېر کې هم شااوخوا سل تنه زیاتوالی راځي.

دغه هېواد اوسمهال په افغانستان کې شااوخوا ۱۲۰۰ سرتېري لري چې د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې د افغان ځواکونو په روزنه او ملاتړ بوخت دي.

په افغانستان کې د جرمني پوځي ماموریت هر کال د هغه هېواد د فدرالي پارلمان له ‌خوا تصویبېږي.

په ورته وخت کې د پوځي چارو کارپوه باري عارض وايي، په افغانستان کې د جرمني پوځي ماموریت د افغان ځواکونو د روزنې او امنیت په برخه کې ګټور تمام شوی دی.

د پوځي چارو کارپوه باري عارض
د پوځي چارو کارپوه باري عارض

ده زیاته کړه:

"شک نشته چې په افغانستان کې جرمني ځواکونو د امنیت، پراختیا، اقتصادي مرستو او د افغان ځواکونو د روزنې په برخه کې ډېر کار کړی دی، اوس هم د دوی شتون او نشتون يو ضرورت دی، خو دې ته باید پام وشی چې د دوی موجودیت د سولې له روانو مذاکراتو سره ډېر تړاو لري."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د پوځ د مرکزي قوماندانۍ مشر جنرال جوزف ووټل ویلي چې ښايي له زرو زیات امریکايي عسکر له افغانستانه وایستل شي.

جنرال ووټل د فبرورۍ په پنځلسمه روېټرز خبري اژانس ته ویلي چې د دغو امریکايي ځواکونو د کمولو پرېکړه د سولې لپاره له روانو هڅو سره اړیکه نه لري.

د هغه په وینا، دا وړاندیز په افغانستان کې د امریکايي پوځ قوماندان جنرال سکاټ مېلر کړی او هدف یې د امریکا د پوځ له امکاناتو منصفانه کار اخیستل دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG