د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۵۵

د انتخاباتي کمېسیونونو د غړیتوب لپاره د نوماندانو د ورپېژندلو بهیر پیل شو


د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایاتو د کمېسیونونو نښانونه
د انتخاباتو او د انتخاباتي شکایاتو د کمېسیونونو نښانونه

د افغانستان د انتخاباتي کمېسیونونو د غړیتوب لپاره د نوماندانو د ورپېژندلو بهیر پیل شو.

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، د انتخاباتي کمېسیونونو د غړیتوب لپاره د نوماندانو د ورپېژندلو بهیر سر له ننه پیل شو.

د ولسمشر د ویاند د مرستیال شاه حسین مرتضوي په وینا، سیاسي ګوندونه او د انتخاباتو اړوند مدني بنسټونه کولای شي چې د همدې اوونۍ تر پای پورې د خوښې وړ کسان د انتخاباتي کمېسیونونو د غړیتوب لپاره ولسمشر ته ور وپېژني.

ښاغلي مرتضوي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، ولسمشر غني به د همدغه لېست پر بنسټ د ګمارنې بهير پیل کړي.

د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي
د ولسمشر د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي

​ده وویل:

"سیاسي ګوندونه او د انتخاباتو اړوند مدني بنسټونه ۷ ورځې وخت لري چې په انتخاباتي کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره خپل کاندیدان ولسمشر ته ور وپېژني او له ټاکل شویو ۷ ورځو وروسته به ولسمشر د ګمارنې بهير پیل کړي."

د انتخاباتو د تعدیل شوي قانون پر بنسټ، په عدلیې وزارت کې راجستر شوي ګوندونه کولای شي چې ګوند یو کس د کمېسیونونو د غړیتوب لپاره جمهوري ریاست ته معرفي کړي.

د عدلیې وزارت ویاند امان ریاضت وايي، دا مهال په دغه وزارت کې ۷۲ سیاسي ګوندونه راجستر دي او ټول کولای شي چې ۷۲ کسان د کمېسیونونو د غړیتوب لپاره جمهوري ریاست ته ور وپېژني.

بل خوا د افغانستان د انتخاباتو د تعدیل شوي قانون د انتخاباتو اړوندو بنسټونو ته هم دا حق ورکړی چې ۱۵ کسان معرفي کړي چې په دغو پنځه لسو کسانو کې پنځه تنه باید ښځې وي.

د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو له لوري د کاندیدانو له ور پېژندلو وروسته د ولسمشر غني په ګډون د جمهوري ریاست نوماندان کولای شي چې معرفي شویو کسانو ته رأیه ورکړي.

وروسته دا د ولسمشر صلاحیت دی چې هغه کسان وټاکي چې تر ټولو ډېرې رأیې یې وړې دي.

ولسمشر به ۷ کسان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او پنځه تنه به د شکایتونو کمېسیون لپاره او دوه نور به د کمېسیون د درالانشاه لپاره وټاکي.

د انتخاباتي کمېسیونونو د نویو کمیشنرانو د ټاکلو په سر خبرې وروسته له هغې وشوې چې د ولسمشر غني له خوا د انتخاباتو تعدیل شوی قانون توشېح او د اجرا وړ وګرځېد.

د انتخاباتو د قانون له تعدیل وروسته جمهوري ریاست د انتخاباتي کمېسیونونو د کمیشنرانو د لېرې کولو خبر ورکړ.

د افغانستان لویې څارنوالۍ هم له ځنډ پرته د انتخاباتي کمېسیونو کمیشنران ممنوع الخروج اعلان کړل.

د لویې څارنوالۍ ویاند جمشېد رسولي د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، د امنیتي بنسټونو د معلوماتو پر بنسټ، د کمېسیونونو لېرې شوي غړي له صلاحیتونو په سرغړونې تورن دي.

د ښاغلي رسولي په خبره، په دې برخه کې څېړنې پیل شوي او پایلې به یې له څېړنو وروسته شریکې شي.

خلک هیله مند دي چې سیاسي ګوندونه، مدني بنسټونه او حکومت به وکولای شي چې د انتخاباتو د مدیریت لپاره وړ کسان وټاکي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید وايي، مدني بنسټونو جمهوري ریاست ته د وړو کسانو په ور پېژندلو کار پیل کړی دی.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

دی زیاتوي:

"ان شاالله په دې برخه کې کار کوو چې له کومو معیارونو سره دا پنځلس کسان معرفي کړو، مونږ به دغه لېست د اوونۍ تر پایه حکومت ته سپارو."

ښاغلي رشید وویل، د انتخاباتو اړوندو پنځو بېلابېلو بنسټونو په لېست کار پیل کړی دی.

د نوموړي په خبره، هڅه کېږي چې یوشمېر نور بنسټونه هم په دې پروسه کې شامل شي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG