د ناټو عمومي منشي وايي چې د افغان حکومت له ګډون پرته به د سولې هېڅ راز هڅې نتیجه ورنه کړي.
ینس ستولتینبرګ له آزادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل چې روسیه او په افغانستان کې ټول ښکېل اړخونه باید د هغو هڅو ملاتړ وکړي چې د افغانستان د سولې په چارو کې د امریکا د بهرنیوچارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد پیل کړې دي.
هغه همداراز څرګنده کړه چې نړیواله ټولنه به په افغانستان کې د سولې د یوې موافقې په صورت کې د تېرو اتلسو کلونو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځوي.
د ناټو له عمومي منشي سره د مصطفی صدیقي د مرکې پښتو ژباړه احمدتکل وړاندې کوي: مرکه