د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۹

د پولنډ په کنفرانس کې تر ډېره پر ايران بحث کېږي


د پولنډ په پلازمېنه وارسا کې د ننني کنفرانس عمده تمرکز به په ايران وي.

ايران دغه غونډه له دښمنۍ ډک عمل بللى او خبردارى يې ورکړى چې وارسا ته به دغه کنفرانس نامشخص عواقب ولري.

واشنګټن او د اروپايي ټولنې متحدان د ٢٠١٥ میلادي کال د اټمي تړون د برخليک په اړه په خپلو کې اختلافات لري.

په‌دغه تړون کې د ايران د اټمي پروګرام د محدودولو غوښتنه شوې وه، په بدل کې لوېديځو هېوادونو له ايرانه ځيني اقتصادي بنديزونه لیرې کړي وو.

خو د امريکا د متحده ايالاتو ولسمشر ډونالد ټرمپ له دغه تړونه د واشنګټن د وتلو او پر ايران د بنديزونو د بيا لګولو اعلان کړى دى.

د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو د ولسمشر ټرمپ دغه اقدام غندلى او هڅه‌يې کړې چې دغه تړون پر خپل حال پاتې وي.

د امريکا د حکومت يوه چارواکي تېره مياشت ويلي و چې دا د ايران ضد يا د کوم ائتلاف د تشکيلولو د تجربې کنفرانس نه‌دى.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو او د پولنډ د بهرنيو چارو وزير ياڅېک چاپو-توويچ «Jacek Czaputowicz» به د دغه دوه ورځني کنفرانس رسمي کوربانه وي.

د امريکا د بهرنيو چارو وزير مايک پامپيو او د پولنډ د بهرنيو چارو وزير ياڅېک چاپو-توويچ

دغه کنفرانس يو څه لانجمن شوى ځکه دى چې د اروپايي ټولنې د بهرني سياست مشره فدريکا موګرېني په‌کې برخه نه‌اخلي.

د روسيې په ګډون د اروپايي قدرتونو لکه فرانسې او جرمني د بهرنيو چارو وزيران هم په کنفرانس کې ګډون نه‌کوي.

خو په وارسا کې دا کنفرانس په‌داسې وخت کې کېږي چې پولنډ د امريکا له متحده ايالاتو غوښتنه کړې چې د دوى په خاوره کې يوه دايمي پوځي اډه جوړه کړي.

ويل شوي د امريکا دفاع وزارت به پر دغه پېشنهاد راتلونکې مياشت خپله ارزونه روښانه کړي.

تمه کېږي په دغه کنفرانس کې به د ٦٠ هېوادونو عالي رتبه چارواکي برخه واخلي.

په‌دغو چارواکو کې د امريکا د ولسمشر مرستيال مايک پنس او د اسرائيل صدراعظم بنيامين نتانياهو شامل دي.

په امريکا کې ځينو سرچينو ازادي راډيو ته وويل چې د نړۍ شااوخوا ٢٠ هېوادونو د وزيرانو په سطحه چارواکي په کنفرانس کې برخه اخلي.

په‌دغو هېوادونو کې بريتانيا، بلغاريا، ايټاليا، ګرجستان، رومانيا، اوکراين، جنوبي کوريا، برازيل، دغه‌راز د مراکش او سعودي عربستان په څېر ځيني عرب هېوادونه شامل دي.

د پولنډ د بهرنيو چارو وزير ياڅېک چاپو-توويچ پرون په يوه کنفرانس کې وويل، په منځني ختيځ کې د شخړو د حل لپاره د اتلانتيک سمندر په شااوخوا کې د پرتو هېوادونو ترمنځ همکاري مهمه ده.

XS
SM
MD
LG