د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۹

افغان چارواکو د حضرت صبغت الله مجددي مړینه یوه لویه ضایعه وبلله


آرشیف/ حضرت صبغت الله مجددي
آرشیف/ حضرت صبغت الله مجددي

افغان ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخوانی ولسمشر حامد کرزی او یو شمېر نور افغان چارواکي د غم‌شریکي لپاره د حضرت صبغت الله مجددي کور ته ورغلل او په بېلابېلو پیغامونو کې د مجددي مړینه یوه لویه ضایعه وبلله.

محمد اشرف غني د پروفیسور مجددي کورنۍ ته د تسلیت ترڅنګ وویل چې نوموړي د زرګونو ځوانانو په روزنه، په افغانستان کې د شوروي اتحاد یرغل نه په دفاع، د اساسي قانون د تصویب د لویې جرګې په جوړېدو او د سولې پروسې ته د وسله‌والو مخالفانو د تشویق په برخه کې مهم رول درلود.

نوموړي زیاته کړه:

"حضرت صاحب هغه شخصیت و چې سلګونه شاګردان یې روزلي، کړنې یې په جهاد کې روښانه دي، د حکومت له رامنځته کېدو د نوي اساسي قانون لاندې یو خیر غوښتونکی کس و چې تل د ستونزو په حل کې مهم رول درلود، خدای دې جنتونه په نصیب کړي."

اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله هم په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي پروفیسور مجددي د شوروي د یرغل پر وړاندې د جهاد په پيل، د مجاهدینو په بریالیتوب او د اسلامي دولت په جوړېدا کې مهم نقش او اثر درلود او نوموړی د معاصر تاریخ یو له برجسته شصخیتونو څخه و.

ښاغلي عبدالله ویلي، ښاغلي مجددي تل د ازاد افغانستان غوښتونکی و او هېڅ‌کله هم د جهاد پر مهال او بیا وروسته د دسیسو او توطئو ښکار نه‌شو او له طالبانو وروسته یې د نظام په جوړرښت کې ځانګړی رول درلود.​

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون وايي چې پروفیسور مجددي په نظام جوړونه کې زیاتې هلې ځلې کړې وې.

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون

نوموړي زیاته کړه:

"پروفیسور یو برجسته سیاسي او روحاني شخصیت و، تل یې د هېواد د خیر او د خلکو د یووالي په اړه فکر کاوه او د جهاد په دوران کې یې زیات زحمتونه او ستونزې ګاللې وې او له شک پرته د هغه مرګ د سیاسي قشر لپاره یوه لویه ضایعه ده."

پخواني ولسمشر حامد کرزي هم په خپل فیسبوک پاڼه کې لیکلي ښاغلي مجددي ټول عمر د هېواد سولې او ثبات لپاره تېر کړ.

پروفیسور صبغت الله مجددي د کمونېستانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته د افغانستان د اسلامي دولت لومړی ولسمشر او د ملي نجات د جبهې رهبر و چې د ۹۳ کلونو په عمر وفات شو.

نوموړی همداشان د بېړنۍ لویې جرګې او د مشورتي لویو جرګو مشري کړې او هم د افغانستان د مشرانو جرګې د رئیس په توګه پاتې شوی و.

صبغت الله مجددي په ۱۳۰۵ لمریز کال کې په کابل کې په یوه روحاني کورنۍ کې زېږدلی و او لوړې زده کړې ېې په مصر کې بشپړې کړې وې.

افغان حکومت د هغه د مړینې له امله د چهارشنبې په ورځ په ټول افغانستان کې عمومي رخصتي اعلان کړې.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG