د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

حضرت صبغت الله مجددي تېره شپه د کابل په یوه روغتون کې ساه ورکړه


حضرت صبغت الله مجددي
حضرت صبغت الله مجددي

د افغانستان پخوانی ولسمشر او د ملي نجات د جبهې مشر حضرت صبغت الله مجددي تېره شپه د ۹۳ کلونو په عمر په کابل کې په یوه روغتون کې ساه ورکړه.

چې په دې سره د افغانستان یو بل پخوانی ولسمشر هم د سولې ارمانجن ولاړ.

افغان جهادي مشر او د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی قاري محمد امین وقاد همدا خبره کوي او وايي، حضرت مجددي له ملت او ممکلت سره خیر خواه سړی و، د سولې سپارتنه یې کوله او دا یې لویه هیله وه.

د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد
د سولې د عالي شورا د اجرائیه پلاوي غړی قاضي محمد امین وقاد

نوموړي وویل:

"له مملکت او ملت سره خیرخواه و، سوله هم د خیر غوښتنې په سر کې ده، نو هغه به هم د سولې سپارښتنه کوله او د دې خبرې ډېر ارمانجن و چې مونږ، طالبان او نور وړ او پیاوړي خلک چې د افغانستان په مسئله کې یو کردار ادا کولای شي، یو ځای کېنو او خپل مملکت له دغه حالته راوباسو خو دغه ارمان یې پوره نه شو."

ښاغلی وقاد وايي، حضرت مجددي په جهادي مشرانو کې لومړی لاس علمي، سیاسي او جهادي شخصیت و چې مړینه یې یوه لویه ضایعه ده.

د افغانستان پخوانی ولسمشر حضرت صبغت الله مجددي په ۱۳۰۵ لمریز کال کې په کابل کې وزېږېد او په مصر کې یې زده کړې کړې وې.

نوموړی د ملي نجات د جبهې په نوم د جهادي ګوند مشر و چې په افغانستان کې د ډاکتر نجیب الله د واکمنۍ له نړولو وروسته او د مجاهدینو په راتګ سره په پېښور کې د جهادي ګوندونو د توافق له مخې د دوو میاشتو لپاره ولسمشر شو.

د افغانستان د اساسي قانون د تصویب د لویې جرګې او دغه شان د مشرانو جرګې رئیس هم پاتې شوی و.

حضرت مجددي دغه شان د منازعو د هواري او دولت سره د خلکو د اړیکو د خپلواک کمېسیون مسؤل هم و.

اروښاد د سې شنبې په شپه د ورپېښې ناروغۍ له کبله د کابل په یوه روغتون کې د ۹۳ کلنۍ په عمر د ژوند پور پرې کړ.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار د اروښاد مجددي په اړه وايي:

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار
د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد علم ایزدیار

"بې له شکه چې حضرت صیب د افغانستان په تاریخ کې په تېرو پنځوسو کلونو کې یو اغېزناک شخصیت و، په افغانستان کې د جهاد او د دغه هېواد د اشغال په وختونو کې د مجاهدینو د حکومتوالۍ پر مهال، د طالبانو له خوا د کابل د نیولو او بیا تر هغې وروسته په افغانستان کې خپل ځانګړی رول درلود."

حضرت صبغت الله مجددي له واشنګټن سره د کابل د امنیتي تړون په اړه ډېر ټینګار درلود او کله چې مخکني ولسمشر حامد کرزي نه غوښتل چې دا تړون لاسلیک کړي، ده په دې اړه راغوښتل شوې جرګې ته وویل چې که کرزی دا تړون نه لاسلیک کوي، دی به له ټولو چارو استعغا وکړي او وطن به پرېږدي.

حضرت مجددي په دې ورستیو کې ازادي راډیو سره په مرکه کې ویلي وو چې له اوسمهالي حکومته ناراضه دی، ځکه د ده په خبره، په لویو او مهمو مسایلو کې ورسره مشوره نه کېده.

خو نوموړي د دې ټولو سره سره تر خپلې قانوني مودې پورې د حکومت دوام غوښت او نه یې غوښتل چې په افغانستان کې پخوانۍ ترخې تجربې یو ځل بیا تکرار شي.

ده ویلي وو:

"دا ضرور نه ده چې اوس په دې وخت کې حکومت خراب کړو، مجوریت ایجاوي چې مونږ دا حکومت وساتو او خدای دې دوی ته هدایت وکړي."

د حضرت مجددي زوی ذبیح الله مجددي ازادي راډیو ته وویل چې د نوموړي جنازه به د چهارشنبې په ورځ د کابل په غازي لوبغالي کې ادا او په عاشقانو او عارفانو سیمه کې به په خپله پلرنۍ هدیره کې خاور ته وسپارل شي.

راپور: اجمل تورمان

XS
SM
MD
LG