د ناټو عمومي منشي ینس سټولټنبرګ وايي، ډېر وختي دی چې وویل شي ایا د افغانستان د سولې په اړه به یو توافق وشي او که نه؟
پر ټويټر په پيغام کې سټولټنبرګ زیاته کړې، پرون مو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له استازي سره وکتل او دا درېيم ځل دی چې له ده سره په تېرو څو اوونیو کې وینو.
ناټو به سولهیيز حل ته د شرایطو رامنځته کولو په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.
په همدې حال کې د افغانستان د سولې او پخلاينې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلیمی خليلزاد وايي، د امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې ګډ هدف په افغانستان کې د سولې يوه توافق ته رسېدلي دي، نه له دغه هېواده د امریکايي سرتېرو وتلو ته.
د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په يوه بل ټويټ کې ليکلي چې له ناټو او اروپايي ټولنې چارواکو سره توافق ته رسېدلي چې د افغانانو خپلمنځني خبرې باید په چټکۍ سره پر مخ لاړې شي او لومړيتوب ورکړل شي.
ده همدا راز ليکلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور څرنګوالی د افغانانو تر منځ د تفاهم او د شرايطو پر اساس ټاکل کيږي.