د لاسرسي لېنکونه

جمعه ۳ کب ۱۳۹۷ کابل ۱۱:۵۸

ناټو: ډېر وختي دی چې وویل شي ایا د سولې په اړه به یو توافق وشي؟


د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ

د ناټو عمومي منشي ینس سټولتنبرګ وايي، ډېر وختي دی چې وویل شي ایا د افغانستان د سولې په اړه به یو توافق وشي که نه؟

پر ټويټر په پيغام کې سټولټنبرګ زیاته کړې، پرون مو د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له استازي سره وکتل او دا درېيم ځل دی چې له ده سره په تېرو څو اوونیو کې وینو.

ناټو به سوله‌یيز حل ته د شرایطو رامنځته کولو په خاطر د افغان امنیتي ځواکونو ملاتړ ته دوام ورکړي.

په همدې حال کې د افغانستان د سولې او پخلاينې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلیمی خليلزاد وايي، د امریکا، ناټو او اروپايي ټولنې ګډ هدف په افغانستان کې د سولې يوه توافق ته رسېدل دي نه له دغه هېواده د امریکايي سرتېرو وتل.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي په يوه بل ټويټ کې ليکلي چې له ناټو او اروپايي ټولنې چارواکو سره توافق ته رسېدلی چې د افغانانو خپل‌منځني خبرې باید په چټکۍ سره پر مخ لاړې شي او لومړيتوب ورکړل شي.

ده همدا راز ليکلي چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو د حضور څرنګوالی د افغانانو تر منځ د تفاهم او د شرايطو پر اساس ټاکل کيږي.

XS
SM
MD
LG