د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۴۱

د انتخاباتي قانون د تعدیل طرحه توشیح او نوي کمېشنرانو به هم ژر وټاکل شي


آرشیف
آرشیف

د افغانستان د انتخاباتو قانون تعدیل طرحه د کابینې له تصویب وروسته د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا توشیح شوه.

د انتخاباتو قانون د تعدیل طرحې له توشیح سره یو ځای افغان ولسمشر ته نږدې سرچینې وايي چې د انتخاباتي کمېسیونونو د نویو کمېشنرانو د ټاکلو بهیر به ډېر ژر پیل شي.

دغه سرچینه وايي، ټاکل شوې چې د جمهوري ریاست راتلونکي انتخابات د نویو کمېشنرانو په مدیریت ترسره شي.

په همدې حال کې د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډيو ته وویل، نن سې شنبه د انتخابات قانون په کابینه کې تصویب او د ولسمشر محمد اشرف غني له لوري لاسلیک شو.

د ښاغلي مرتضوي په وینا د انتخاباتو په نوي قانون کې تغییرات راغلي چې د انتخاب د کمېټې لېرې کول یې یو له مواردو څخه دي.

د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د افغان ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

شاه حسین مرتضوي د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د ټاکنیز بهیر په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"د انتخاب کمېټه حذف شوې او پرځای یې یو مېکانیزم په پام کې نیول شوی چې سیاسي ګوندونه په انتخاباتو پورې اړوند مدني بنسټونه یو لېست وړاندې کوي او له دغه لېسته د انتخابات کمېسیون او انتخاباتي شکایتونو کمېسیونو غړي ټاکل کېږي."

د انتخاباتو په نوي قانون کې هغه کسان چې د ولسوالیو شوراګانو ته ځانونه کاندیدوي عمر یې ۲۵ کاله ټاکل شوی.

همدا شان په یاد قانون کې د ولسوالیو په شوراګانو کې ښځو ته ۲۵ فیصده ونډه په پام کې نیول شوې ده.

ډېری مدني او د انتخاباتو د څار بنسټونه او همدا شان د ولسي جرګې غړي د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون برحال کمېشنران په کمزوري مدیریت او د انتخاباتو په پایلو کې په لاس‌وهنې تورنوي.

که څه هم د ولسي جرګې له انتخاباتو دا دې نږدې څلور میاشتې اوړي، خو د انتخاباتي کمېسیونونه په‌دې نه دي بریالي شوي چې د ټولو ولایتونو د انتخاباتو وروستۍ پایلې اعلان کړي.

همداشان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د جمهوري ریاست د انتخاباتو نېټه اعلان کړه او یادو انتخاباتو ته د کاندیدانو د نوم‌لېکنې بهیر هم پای ته رسېدلی.

په ورته وخت کې پر انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه وايي چې د انتخاباتي کمېسیونونو د نویو کمېشنرانو په ټاکنې سره ممکن د کمېسیونونو راتلونکي رهبرۍ د جمهوري ریاست انتخابات وخت د سرطان له ۲۹مې نېټې د میزان میاشتې ته بدل کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید
د فیفا اجرائیوي رئیس یوسف رشید

"د اوسني کمېسیون له لوري د سرطان په ۲۹مه نېټه د انتخاباتو نه د هغو مطالعاتو په اساس چې نوی کمېسیون به ولري، د انتخاباتو نېټه ممکن د سرطان له ۲۹مې د میزان میاشتې ته وغځول شي، څو د بایومټریک نوم‌لیکنه وشي او همدا شان هغه اصلاحي اړونه چې نوي تعدیلات یې حکم کوي عملي شي.​"

ښاغلی رشید همدا شان وايي، په انتخاباتي قانون کې تعدیل کولای شي د دغه بهیر له شفافیت سره مرسته وکړي.

د نوموړي په وینا د انتخاباتي قانون د تعدیل په اساس د رایه ورکوونکو لېست د بایومتریک دستګاو په اساس تهیه کېږي، څو د جعل او درغلۍ مخنیوی وشي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG