د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۱

سیما سمر: د سولې په بهیر کې رامنځته شوي پرمختګونه پټ ساتل شوي


ارشیف، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر
ارشیف، د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون مشره سیما سمر

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمېسیون د سولې وروستیو پرمختګونو ته په اشارې وايي، که د سولې په پروسه کې د ښځو ونډه په پام کې ونه‌نیول شي دا به اندېښنې زیاتې کړي.

د دغه کمېسیون مشره سیما سمر له افغان حکومته غواړي چې د سولې په پروسه کې باید ښځو ته برخه ورکړل شي او نظرونه یې په پام کې ونیول شي.

سیما سمر د سې شنبې په ورځ د بشري حقونو او عدالت په ټينګښت کې د ښځو رول په تړاو د ښځینه قاضیانو یوې ناستې ته وویل چې د سولې په بهیر کې رامنځته شوي پرمختګونه پټ ساتل شوي دي.

نوموړې وايي:

"که د سولې قضیې خلکو ته روښانه نه‌شي او شوي پرمختګونه خلکو سره شریک نه‌شي دا یو ډول اندېښنه او شکونه پیدا کوي، زموږ په اند هغه کسان چې د سولې قضیې پټې ساتي لامل یې دا دی چې په‌دې ډاډه نه دي چې خلک به ترې ملاتړ کوي نو تاسې ښځې باید خپل غږ اوچت کړئ او د سولې په پروسه کې ستاسې ګډون حتمي دی."

د بشر د حقونو د خپلواک کمېسیون مشرې دغه شان د قاضیانو په‌دغه دوه ورځني کنفرانس کې په عدلي او قضایي ارګانونو کې د ښځو کمرنګه حضور هم انتقاد وکړ.

تر دې وړاندې د مدني ټولنو یو شمېر مسؤلانو او ښځینه فعالانو هم له حکومته غوښتي چې د سولې په پروسه کې باید ونډه ورکړل شي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په‌دې وروستیو کې د سولې خبرې تر بل هر وخت زیاتې تودې شوي او د افغان حکومت تر څنګ د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه هم په‌دې برخه کې هڅې کوي.

دا لومړی ځل نه‌دی چې د بشر د حقونو خپلواک کمېسیون د سولې په پروسه کې د ښځو د کمرنګې ونډې په اړه اندېښنه څرګندوي او په‌دې برخه کې د خپل رول د زیاتېدو غوښتونکې دي، بلکې له دې وړاندې هم ورته اندېښنې ښودل شوي دي.

په ورته وخت کې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د برخې استازي هم د سولې په پروسه کې د ښځو رول مهم وګاڼه.

ریچارډ بنیټ وویل، په مسکو کې د سولې په وروستۍ ناسته کې د ښځو ګډون وښوده چې افغان مېرمنې په‌دغه پروسه کې مهم رول لري:

"هغه څه چې ډېره مهمه ده او د بشر حقونو د مدافعینو د پام وړ مسئله ده هغه د مسکو د سولې په ناسته کې د ښځو ګډون دی چې داسې ډاډ حاصلوي چې ښځې کولای شي چې د سولې په پروسه کې مهم او ارزښتناکه رول ولوبوي."

د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون
د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون

له دې سره د افغان حکومت اجرائیه ریاست وایي، د سولې اړوندو خبرو کې حکومت د هېواد د بېلابېلو قشرونو سره سلا مشورې کړي او د مدني ټولنې او د ښځو ونډه هم له پامه نه‌ده غورځول شوې.

د دغه ریاست مرستیال ویاند فریدون خوځون په‌دې اړه ازادي راډيو ته وویل، په مذاکره کوونکي پلاوي کې هم ښځې حضور لري.

خو د افغانستان مدني ټولې او ښځینه فعالین ټنیګار کوي چې د افغانستان د یوې نیمې لسیزې د لاسته راوړنو تظمین د سولې په مذاکراتو کې د مدني ټولنې او ښځو په فعال او تصمیم نیوونکي حضور سره به شونی وي.

راپور: ناجیه ساپۍ

XS
SM
MD
LG