د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۶

روحاني: ایران له فشارونو سره سره د توغندیو د پروګرام د پیاوړتیا پرېکړه کړې


د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

ایران نن د اسلامي انقلاب ۴۰مه کلیزه لمانځي چې په دې مناسبت په پلازمېنه تهران او نورو ښارونو کې پرتمین مراسم جوړ شوي.

په داسې حال کې چې په ایران کې نن د اسلامي انقلاب د ۴۰مې کلیزې مراسم روان دي، ولسمشر حسن روحاني پر متحدایالاتو سخت انتقادونه وکړل او دا هېواد یې د ایران پر ضد د دسیسو په جوړولو تورن کړ.

روحاني د تهران په ازادۍ چوک کې د زرګونو کسانو په ګډون یوې غونډې ته د وینا پرمهال یادونه وکړه چې ایران د امریکا او د امریکا د متحدانو له فشارونو سره سره د خپل پوځي ځواک او د توغندیو د پروګرام د پیاوړي کولو پرېکړه کړې ده.

د ایران د اسلامي انقلاب د کلیزې د لمانځني یو انځور
د ایران د اسلامي انقلاب د کلیزې د لمانځني یو انځور

​هغه ټینګار وکړ چې هېواد به یې د خپلو توغندیو د جوړولو لپاره له هېڅ چا اجازه ونه غواړي.

ده وویل:

"موږ به د زغرو ضد توغندیو د ډولونو، د هوايي مدافعې، له ځمکې اوبو او له اوبو ځمکې ته، له هوا څخه هوا او له ځمکې څخه ځمکې ته د توغندیو د بېلابېلو ډولونو د جوړولو لپاره له هېڅ چا اجازه نه ده غوښتې او وبه یې نه غواړو."

روحاني پر ایران د امریکا بندیزونو ته د اشارې په ترڅ کې وویل، د ایران خلک اقتصادي ستونزې لري، خو دا ستونزې به وزغمي او د یو بل په مرسته به پر ټولو ستونزو بریالي شي.

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي د فبرورۍ په اتمه د هوايي ځواکونو افسرانو ته د وینا پرمهال وویل چې ایرانیان به تر هغه وخته مرګ پر امریکا شعار ورکوي چې واشنګټن د تهران پر وړاندې د دښمنۍ له پالېسیو لاس وانه خلي.

نوموړي زیاته کړه:

د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي
د ایران ستر مذهبي مشر ایت الله خامنه اي

"ګیلې کوي چې ولې ایرانیان وايي، مرګ پر امریکا، دا خبره باید د امریکا مشرانو ته روښانه کړم چې مرګ پر امریکا یعنې مرګ پر ټرمپ، مرګ د ملي امنیت پر سلاکار، مرګ د بهرنیو چارو پر وزیر او مرګ پر امریکايي مشرانو، موږ د امریکا پر خلکو کار نه لرو."

د ایران په پلازمېنه تهران او نورو ښارونو کې نن د اسلامي نظام د واکمنو له خوا پراخ لاریونونه او پرتمین مراسم جوړ شوي چې سلګونه زره کسان ګډون پکې لري.

سرتېري، په پړانګي جامو کې دولتي ملېشې، دیني عالمان او عام وګړي په داسې حال کې واټونو ته راوتلي چې بیرغونه رپوي او مرګ پر امریکا او مرګ پر اسرائیل شعارونه ورکوي.

د ۱۹۷۹ کال په فبرورۍ کې د ایت الله خمیني پلویانو د امریکا د متحد رضا شاه پهلوي شاهي نظام ړنګ او پرځای یې اسلامي رژیم واکمن کړ.

دا مراسم هرکال د فبرورۍ په لومړۍ نېټه په هغه ورځ چې ایت الله خمیني په فرانسه کې له تبعیده هېواد ته راستون او د ایران ستر مذهبي مشر شو، پیلېږي او د فبرورۍ تر ۱۱مې چې

د شاهي نظام د نسکورېدو کلیزه ده، دوام کوي.

د اسلامي انقلاب د کلیزې د لمانځنې سږني مراسم په داسې حال کې جوړېږي چې د تهران او واشنګټن اړیکې د ایران له اټمي موافقې د امریکا له وتلو وروسته سختې کړکېچنې شوي دي.

XS
SM
MD
LG