د لاسرسي لېنکونه

سه شنبه ۴ چنګاښ ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۲۴

هېواد: د مسکو په غونډه کې یوازې د طالبانو غوښتنې په پام کې نیول شوي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د نورو تر څنګ دا مطلب هم خپاره کړي دي.

  • مسیر

مسیر خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، ولسمشر غني وايي، چمتو دی چې وسله‌والو طالبانو ته په کابل، کندهار یا ننګرهار کې رسمي دفتر ورکړي او ساتنه یې وکړي.

په سرمقاله کې راغلي ولسمشر دا خبرې پرون د شینوارو په غني‌خېلو ولسوالۍ کې کړې ده.

ورځپاڼې لیکلي:

ولسمشر دا خبره کوي، خو پوهېږي چې نه طالبان دا وړاندیز مني او نه هم دا چاره عملي ده.

بلکې د سرمقاله لیکونکي په خبره دا خبرې یوازې د دې لپاره کوي چې ځان د سولې ملاتړ وښيې.

په سر مقاله کې وړاندې راغلي، طالبان حکومت په رسمیت نه پېژني او خبرې ورسره نه‌کوي، نو یاده ډله به څنګه حاضره شي چې د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې دفتر پرانېزي او امنیت یې هم حکومت ته وسپاري.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپل یو مطلب کې د مسکو غونډې په تړاو د افغانستان د مشرانو جرګې د رئیس فضل هادي مسلمیار څرګندونې راخېستې دي.

په مطلب کې راغلي چې د مسکو په غونډه کې یوازې د طالبانو غوښتنې په پام کې نیول شوي دي.

په مطلب کې د ښاغلي مسلمیار په حواله دا هم راغلي چې سوله د ټولو غوښتنه ده، خو د سولې هر ډول خبرې باید د افغان حکومت په مشرۍ او مالکیت وشي.

ورځپاڼه لیکي چې د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس دا هم ویلي چې له پیله یې د مسکو د غونډې مخالفت کړی، ځکه په خبره‌یې په‌کې د مسئلې عمده اړخ چې افغان حکومت دی ګډون نه درلود.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې بیا لیکي، د افغانستان لپاره د روسې د ولسمشر ځانکړي استازي ضمیر کابلوف رسنیو ته ویلي چې افغانستان ته به وړیا الوتکې ورنه‌کړي.

په مطلب کې راغلي چې کابلوف ویلي، د دغو الوتکو بیه باید پرې شي.

ورځپاڼه لیکلي، کابلوف دغه شان ویلي چې د افغان حکومت اوسنی مشرتابه مسکو سره داسې اړیکې پالي چې موږ یې اصلاً غوښتونکي نه یو.

د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي سرچینې ته دا هم ویلي چې د روسیې پوځ دغو الوتکو ته اړتیا لري او واشنګټن یې له اخېستلو ډده کړې، نو ځکه افغان چارواکي باید د دغه الوتکو د بیې پرې کولو لپاره نورې لارې ولټوي.

  • دنیا

دنیا ورځپاڼې بیا د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز ته د نړۍ د غوره وزیر د جایزې د ورکړې په اړه لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي دا جایزه تېره ورځ په دُبۍ کې د نړۍ د حکومتونو د مشرانو په اوومه غونډه کې د متحده عربي اماراتو د صدراعظم او د دُبۍ د حاکم شیخ محمد بن راشد له خوا ورکړل شوه.

ویل شوي چې دغې جایزې ته له ۱۳۰ هېوادونو ۴۰۰۰ وزیرانو نومونه لیکلي وو.

XS
SM
MD
LG