د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۸ وږی ۱۴۰۵ کابل ۰۳:۰۰

د پيسو نړیوال صندوق پاکستان ته د پور د ورکولو لپاره چمتووالی ښودلی

د پیسو د نړیوال صندوق مشره کریسټین لاګارد
د پیسو د نړیوال صندوق مشره کریسټین لاګارد

د پیسو د نړیوال صندوق مشرې کریسټین لاګارد پرون د متحده عربي اماراتو په دبۍ ښار کې د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په لیدنه کې له پاکستانه د «ای اېم.اېف» له ملاتړه ډاډ ورکړ.

مېرمن لاګارد د نړۍ د حکومتونو په اوومه سرمشریزه کې له عمران خان سره خپله لیدنه ښه او رغنده وبلله.

هغې په یوه اعلامیه کې ویلي چې په‌دې لیدنه کې له پاکستانه د «ای.اېم.اېف» یا د پیسو د نړیوال صندوق په مالي ملاتړ ټینګار وشو.

د پیسو د نړیوال صندوق یو پلاوی د ۲۰۱۸ میلادي کال په نوومبر کې له پاکستان سره د احتمالي مالي مرستو پر سر د خبرو لپاره دغه هېواد ته تللی و، خو کومې موافقې ته ونه رسېد.

پاکستان بیا وروسته د پور د اخېستلو لپاره د خبرو د دوام اعلان وکړ.

د «ای اېم.اېف» مشرې مېرمن لاګارد ویلي چې له صدراعظم عمران خان سره په لیدنه کې یې د کلکو پالیسیو او قوي اقتصادي اصلاحاتو په راوستلو ټینګار وکړ، څو د پاکستان اقتصاد خوځنده او تاب راوړونکی شي او د دې په خبره د یو پیاوړي او پراخ پرمختګ بنسټ یې کېښودل شي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان د نړۍ د حکومتونو اوومې سرمشریزې ته په وینا کې وویل چې حکومت یې کلک اقتصادي اصلاحات پیل کړي.

د پاکستان صدراعظم عمران خان
د پاکستان صدراعظم عمران خان

هغه وویل چې دا اصلاحات دردناکه خو له اوسنیو ستونزو د وتلو لپاره اړین دي:

"کله چې تاسو اصلاحات راولی خلک کړیږي، له ستونزو سره مخ کیږي. اصلاحات د جراحۍ عملیاتو په څېر دي او کله چې دا عملیات کیږي ناروغ د یوې مودې لپاره کړیږي خو بیا وروسته بېرته ښه کیږي."

عمران خان زیاته کړه چې حکومت یې د مالي کسر د کمولو لپاره هڅه کوي.

پاکستان چې له ۱۹۸۰ کلونو راهیسې څو واره د پیسو له نړیوال صندوق یا «ای اېم.اېف» پور اخېستی پيسې یې کمې شوي او له مالي کړکېچ سره مخ دی.

اسلام‌اباد وروستی وار په ۲۰۱۳ میلادي کال کې د پیسو له نړیوال صندوقه شپږ میلیارده او شپږ میلیونه ډالره پور ترلاسه کړی و.

سعودي عربستان بیا د شپږو میلیارده ډالرو ژمنه ورسره کړې

عمران خان واک ته له رسېدو سره سم د سپما "صرفه جويي" یو پروګرام پیل کړی چې په‌کې لوکس دولتي موټر او نور جایدادونه خرڅلاو ته وړاندې شوي دي.

خان د پاکستان له ملګرو هېوادونو هم د پور غوښتنه کړې.

متحده عربي امارات چې د پاکستان یو لوی تجارتي شریک دی په‌دې وروستیو کې یې درې میلیارده ډالره پور ورکړی.

سعودي عربستان بیا د شپږو میلیارده ډالرو ژمنه ورسره کړې.

د پیسو نړیوال صندوق «ای اېم.اېف» او نړیوال بانک وړاندوینه کوي د پاکستان اقتصاد چې تېر کال پنځه اعشاریه اته فیصده پرمختګ درلود سږ کال به یې دا پرمختګ څلورو یا څلورنیمو ته راښکته شي.

صفي‌الله ستانکزی

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG