د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۴

د انتخاباتو کمېسیون د ۱۸ ولایتونو بریالیو وکیلانو ته د کار باورلیکونه ووېشل


د ولسي جرګې په تېرو انتخاباتو کې له اتیاوو ډېرو بریاليو وکیلانو د افغانستان د انتخاباتو له خپلواک کمېسیونه د کامیابۍ باورلیکونه تر لاسه کړل.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیالې شیما علم سروش د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، هغه کسان چې دا باورلیکونه تر لاسه کوي د ملي شورا په اولسمه دوره کې به د خلکو د استازو په توګه کار پیلوي.

نوموړې وویل:

"د ۱۸ ولایتونو کاندیدانو وکولای شول چې خپل باورلیکونه واخلي، دا ټول له اتیاوو څخه ډېر کسان وو چې له منځه يې ۲۲ مېرمنې هم وې، نور کوم ۱۵ ولایتونه چې پاتې دي، د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د ځينو څېړنې مونږ ته رالېږلي او همدا چې ټول تطبیقات يې بشپړ شي، مونږ به يې وروستۍ نتیجې اعلان کړو."

په ټوله کې د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات نږدې څلور میاشتې مخکې د میزان په میاشت کې تر سره شول، خو انتخاباتي کمېسیونونه تر اوسه هم نه دي توانېدلي چې وروستۍ نتیجې يې بشپړې کړي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د دې انتخاباتو لومړنۍ نتیجې په څو پړاونو کې اعلان کړې او له همدې امله د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ویلي چې د لومړنیو نتیجو څېړل به څه وخت واخلي.

د انتخاباتی شکایتونو کمېسیون د۳۳ ولایتونو له منځه د ۱۸ ولایتونو وروستۍ نیجې بشپړې کړي، خو نورې نتیجې اوس هم تر کار لاندې دي.

د انتخاباتو خپلواک کمېسیون داسې مهال د دغو ۱۸ ولایتونو بریالي شویو وکیلانو ته د باور لیکونه وېشي چې ملي شورا د ژمي رخصتۍ تېروي.

ټاکل شوې چې د ملي شورا د غړو رخصتۍ د حوت د میاشتې په ۱۵مه نېټه پای ته ورسېږي، ځکه نو پر انتخاباتو د څار ځيني بنسټونه غوښتنه کوي چې د رخصتیو له پوره کېدو مخکې باید د ولسي جرګې د ورستیو انتخاباتو نتیجې بشپړې شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ یا فیفا اجرائیوي مشر یوسف رشید وايي، د ولسي جرګې نوي غړي باید د رخصتیو له ختمېدو سره سم په ولسي جرګه کې کار پیل کړي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائیوي مشر یوسف رشید

​ده وویل:

"مونږ هیله مند یوو چې په پاتې څو ورځو کې د ټولو ولایتونو نتیجې وروستۍ شي، هسې نه خدای مکړه چې یو مختلط پارلمان ولرو چې نیمايي وکیلان له نویو انتخاباتو بریالي راوتي وي او ځينې نور پخواني هلته ناست وي، که داسې وشي نو دا به د افغانستان په تاریخ کې یوه بله مسخره وي."

خو د انتخاباتو د کمېسیون د ویاند مرستیاله شیما علم سروش وايي، هڅه هم دا ده چې د ملي شورا د رخصتیو تر ختمېدو مخکې د پاتې ولایتونو نتیجې هم بشپړې او بریالي شویو وکیلانو ته باورلیکونه ووېشل شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG