د لاسرسي لېنکونه

چهارشنبه ۷ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۰:۳۸

دفاع وزارت: هره ورځ افغان هوايي ځواکونه په اوسط ډول ۱۲ هوايي عملیات ترسره کوي


د افغانستان د دفاع وزارت ویاند غفور احمد جاوید

د افغانستان دفاع وزارت وايي چې هره ورځ افغان هوايي ځواکونه په اوسط ډول ۱۲ هوايي عملیات ترسره کوي.

د افغانستان دفاع وزارت وايي په دې وروستیو کې د وسله والو مخالفانو په وړاندې د افغان هوايي ځواکونو عملیات زیات شوي چې تر ډېره د دوی مشران او سیمه ییز قوماندانان په کې په نښه کېږي.

د دغه وزارت ویاند غفور احمد جاوید د شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې په اوسط ډول هر ورځ ۱۲ هوايي عملیات ترسره کېږي.

ده زیاته کړه:

"په دغو عملیاتو کې تر ډېره د طالبانو د رهبرۍ غړي، د دوی روزنځایونه او د دوی مالي سرچینې چې د نشه يي موادو فابریکې دي، په نښه شوي، په اوسط ډول افغان هوايي ځواکونه هره ورځ تر ۱۲هوايي حملې ترسره کوي."

ښاغلي جاوید زیاتوي، دغه عملیات تر ډېره په ننګرهار، کونړ، غزني، میدان وردګ، فراه، کندهار، هلمند، هرات، بادغیس او فاریاب ولایتونو کې ترسره کېږي.

خو دا چې په دغو عملیاتو کې وسله والو مخالفانو ته څومره مرګ ژوبله اوښتې، ښاغلي جاوید یې په اړه دقیق معلومات ورنه کړل.

د دغو عملیاتو تر ټولو وروستۍ پېښه وړمه ورځ د غزني په قرباغ ولسوالۍ کې وه چې په کې د وسله والو طالبان یو مشهور قوماندان رفیع الله له شپږو ملګرو سره وژل شوی دی.

د راپورونو له مخې، ځیني وخت په هوايي عملیاتو کې ملکیانو ته هم مرګ ژوبله اوړي.

د پوځي چارو افغان کارپوهان وايي، هوايي عملیات باید د کره استخباراتي او کشفي معلوماتو په اساس ترسره شي، ځو په کې ملکیانو ته زیان وانه وړي.

د دغو کارپوهانو له ډلې کابل خان تدبیر وايي، په اوسني وضعیت کې هوايي عملیات ګټور ثابت شوي.

افغان کارپوه کابل خان تدبیر
افغان کارپوه کابل خان تدبیر

دی زیاتوي:

"په افغانستان کې روانه اوسنۍ جګړه چریکي ده، دښمن په لېرو پرتو سیمو کې ځانونه پټوي، په داسې ځایونو کې په هوايي عملیاتو کې دښمن په دقیق ډول په نښه کېږي، د اوسني وضعیت لپاره هوايي عملیات ګټور او هم ارزانه تمامېږي."

بل خوا د افغانستان دفاع وزارت وايي، دغه عملیات له بهرنیو ځواکونو سره په همغږۍ ترسره کېږي، خو د ټولو عملیاتو مدیریت د افغان ځواکونو په لاس کې دی چې په کې د ملکیانو ژوند ته زیات پام کېږي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG