د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

له حکومته د سولې په اړه د مدني ټولنو د ځينو مسؤلینو او ښځینه فعالانو غوښتنه!


د افغانستان په نقشه کې د سولې یو پیغام
د افغانستان په نقشه کې د سولې یو پیغام

د مدني ټولنو یو شمېر مسؤلان او ښځینه فعالان له حکومته غواړي چې د سولې په پروسه کې برخه ورکړل شي او نظرونه یې په پام کې ونیول شي.

د مدني ټولنو، د ښځو د سیمه ییزې شبکې او د ښځو د حق غوښتنې کاري ډله د حکومت له خوا خلکو سره د سولې د غونډو د جزیاتو په شریکولو ټینګار کوي او په یاده پروسه کې خپل فعال حضور غواړي.

د دغې کاري ډلې یوې غړې حمیرا ثاقب د شنبې په ورځ د "سوله د خلکو د مشارکت د ارزښتونو په خوندیتوب سره" په نوم جوړې شوې غونډې ته ګډه اعلامیه ولوسته چې په یوې برخه کې یې راغلي:

د ښځو د حق غوښتنې د کاري ډلې غړې حمیرا ثاقب
د ښځو د حق غوښتنې د کاري ډلې غړې حمیرا ثاقب

"دې ته په پام سره چې مخکې له دې د سولې په اړه غونډو کې د مدني ټولنو او د ښځو استازو فعال حضور نه درلود او هېڅ ډول معاملې له دوی سره نه دي شریکې شوي، نو ځکه د سولې په پروسه کې د خلکو د رښتینو استازو او مدني ټولنو په ځانګړي ډول د ښځو کمزوری نقش د مدني ټولنو، ښځو او بشري حقونو د فعالانو د اندېښنې وړ موضوع ده."

د ښځو د حق غوښتنې د کمېټې مسؤلې زرقا یفتلي په دغه ناسته کې له حکومت، نړیوالې ټولنې او د جګړې له ښکېلو خواوو وغوښتل چې د سولې په خبرو کې د ښځو لاسته راوړنې خوندي پاتې شي او د امتیاز د تر لاسه کولو په هدف پرې معامله ونه شي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په دې وروستیو کې د سولې خبرې تر بل هر وخت زیاتې تودې شوي او د افغان حکومت تر څنګ د سیمې او نړۍ یو شمېر هېوادونه هم په دې برخه کې هڅې کوي.

دا لومړی ځل نه دی چې په افغانستان کې د ښځو د چارو فعالانې د سولې په پروسه کې د دوی د کمرنګې ونډې په اړه اندېښنه څرګندوي او په دې برخه کې د خپل رول د زیاتېدو غوښتونکې دي، بلکې له دې وړاندې هم ورته اندېښنې ښودل شوې دي.

له دې سره د افغان حکومت اجرائیه ریاست وایي، د سولې اړوندو خبرو کې حکومت له هېواد د بېلابېلو قشرونو سره سلا مشورې کړي او د مدني ټولنې او د ښځو ونډه هم له پامه نه ده غورځول شوې.

د دغه ریاست ویاند فریدون خوځون په دې اړه ازادي راډيو ته وویل:

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال فریدون خوځون

"څرنګه چې تاسو ګورئ، په مذاکره کوونکي پلاوي کې هم ښځې حضور لري او همدارنګه د سولې په مشورتي عالي بورډ کې هم د ښځو حضور محسوس کېږي، خو هیله مند یوو چې وکولای شو، په دې برخه کې د ښځو او مدني ټولنې ونډه روښانه کړو او د دوی رول موږ ته مهم دی."

دا په داسې حال کې ده چې د ښځو د چارو یو شمېر فعالانو په کابل کې په یو بېله غونډه کې د سولې په پروسه کې د ښځو له کمرنګې ونډې اندېښنه ښودلې او ټینګار یې کړی چې حکومت دې تر هغه طالبانو ته سیاسي مشروعیت نه ورکوي چې خپلې وسلې یې پر ځمکه ایښې نه وي.

د افغانستان مدني ټولې او ښځینه فعالین ټنیګار کوي چې د افغانستان د یوې نیمې لسیزې د لاسته راوړنو تظمین د سولې په مذاکراتو کې د مدني ټولنې او ښځو په فعال او تصمیم نیوونکي حضور سره به شونی وي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG