د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۴

فیفا د انتخاباتو د قانون د تعدیل د مسودې له چمتو کېدو هرکلی کوي


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ مشر یوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ مشر یوسف رشید

له انتخاباتو د څار يو شمېر بنسټونه د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د انتخاباتو د قانون د تعدیل د مسودې له چمتو کېدو هرکلی کوي.

د افغانستان له انتخاباتو د څار يو شمېر بنسټونه د انتخاباتو د قانون د تعدیل د مسودې د چمتووالي په اړه وايي، که د انتخاباتو قانون له تعدیل وروسته د انتخاباتي کمېسیونونو، سیاسي اړخونو او حکومت له خوا تر پوښتنو لاندې نشي، راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې به رڼې ترسره شي.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ يا فیفا د ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا د انتخاباتو د قانون د تعدیل د مسودې له چمتووالي ملاتړ کوي او وايي چې له انتخاباتو وړاندې د انتخاباتو په قانون کې د شته نیمګړتیاوو او ستونزو له منځه وړل په انتخاباتي نظام کې د اصلاح لپاره يو مثبت او ګټور ګام دی.

د دغه بنسټ اجرائيوي رئیس يوسف رشید د شنبې په ورځ په دې اړه ازادي راډيو ته داسې وویل:

"د انتخاباتو په قانون کې تعدیل ته اړتیا ده او موږ یې هرکلی کوو او دا ځکه چې موږ مخکې له دې چې ولسمشریزو انتخاباتو ته لاړ شو، ښه ده چې د انتخاباتو په قانون کې شته ستونزې هوارې او له منځه يوړل شي، د حکومت له خوا په جوړه شوې طرحه کې يو لړ ښيګڼې لیدل کېږي، خو په کې نور بحث ته اړتیا لیدل کېږي."

ښاغلي رشید دې اندېښنو ته په ځواب کې چې ښايي حکومت د انتخاباتي کمېسیونونو د کميشنرانو په ټاکلو کې خلاص مټ ولري، وايي چې په نوې طرحه کې د ټولو سیاسي ګوندونو، مدني ټولنو او له انتخاباتو د څار بنسټونو نظرونه اخيستل شوي او په دې برخه کې کومه اندېښنه وجود نه لري.

دا څرګندونې په داسې حال کې دي چې تېره ورځ په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د انتخاباتو د قانون د تعدیل په اړه په يوه مشورتي ناسته کې ولسمشر محمد اشرف غني وویل چې د انتخاباتو د قانون د تعدیل طرحه چمتو شوې ده.

د ولسمشرۍ ماڼۍ د معلوماتو له مخې، د دغې طرحې په څرنګوالي د کاندیدانو، د دوی د استازو او سیاسي ګوندونو د مشرانو تر منځ له مشورو وروسته پرېکړه په دې وشوه چې د یوې تخنیکي کمېټې له جوړولو وروسته دا مسوده تر راتلونکو دوو ورځو پورې بشپړه شي.

ولسمشرۍ ماڼۍ دغه شان ویلي چې دغه طرحه به د ولسمشر د تقنیني فرمان پر بنسټ د اجرا وړ وګرځي.

په انتخاباتي کمېسیونونو کې د اصلاحاتو او د انتخاباتو په قانون کې د تعدیل موضوع وروسته له هغه توده شوه چې د ولسي جرګې انتخابات له ګڼو ستونزو او نیمګړتیاوو سره ترسره شول.

په ورته وخت کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست وايي، که څه هم د انتخاباتو د قانون د تعدیل مسوده له دوی سره نه ده شریکه شوې، خو دوی په انتخاباتي نظام کې د هر ډول اصلاحاتو هرکلی کوي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند میرزا محمد حقپرست

دی وایي:

"د انتخاباتو خپلواک کمېسیون له هر هغه اقدامه هرکلی کوي چې د هېواد په انتخاباتي نظام کې اصلاح راولي، خو د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د انتخاباتو د قانون د تعدیل په اړه چې کومه لومړنۍ ناسته په ولسمشرۍ ماڼۍ کې شوې، په رسمي توګه په جریان کې نه دی."

ښاغلی حقپرست وايي، ښه به دا وه چې د انتخاباتو په قانون کې د تعدیل د مسودې په اړه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون نظریات هم اخيستل شوي وای.

په ورته وخت کې د ولسمشر مرستیال ویاند صمیم عارف ازادي راډيو ته وویل چې د انتخاباتو د قانون د تعدیل په مسوده کې د انتخاباتي کمېسیونونو په ګډون د ټولو خواوو نظریات په پام کې نیول شوي دي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG