د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۵۵

د افغان ځواکونو د تلفاتو لوړوالي ته د افغان اتلانو لپاره د مرستې بنسټ اندېښنه!


یو شمېر افغان سرتېري
یو شمېر افغان سرتېري

د افغان اتلانو لپاره د مرستې بنسټ وایي، په دې وروستیو کې د افغان امنیتي ځواکونو تلفات لوړ شوي دي.

د افغان اتلانو لپاره د مرستې بنسټ په وروستیو کلونو کې د افغان امنیتي ځواکونو د تلفاتو د کچې لوړوالي اندېښمن کړی.

د دغه بنسټ یو سفیر جاوېد کوهستاني د شنبې په ورځ په کابل کې په دې تړاو جوړې شوې خبري غونډې ته وویل، د جګړو پر وخت د محاربې په سیمو کې امنیتي ځواکونه په سمه توګه نه اکمالېږي چې د تلفاتو د لوړېدو لامل ګرځي.

ښاغلی کوهستاني وايي چې په ۹۵، ۹۶ او ۹۷ کلونو کې افغان امنیتي ځواکونو ته ډېر تلفات اوښتي دي.

دی وایي:

"زموږ امنیتي ځواکونو ته په مرکز او ولایتونو کې کمه پاملرنه کېږي، ان ورته سپکاوی کېږي چې نه باید داسې مواردو ته اجازه ورکړل شي، بله خبره د افغان امنیتي ځواکونو له تلفاتو مخنیوی دی، موږ په ۹۵، ۹۶ او ۹۷ لمریزو کلونو کې د محاربې سیمو او د جګړو پر مهال د امنیتي ځواکونو د پراخو تلفاتو شاهدان وو چې دښمن توانېدلی چې زیاتې سيمې تر خپلې ولکې لاندې ونیسي."

خو ښاغلي کوهستاني د د تلفاتو د رقم په اړه څه ونه ویل.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني په دې ورستیو کې ویلي وو چې په تېرو څلورو کلونو کې د ټول هېواد په کچه ۴۵ زره افغان امنیتي ځواکونه وژل شوي دي.

‌د افغان اتلانو لپاره د مرستې بنسټ له حکومته غوښتنه وکړه چې د ځواکونو په لیکو کې دې د غیر مسلکي کسانو له ګمارنې ډډه وکړي، د جګړو په کرښو کې دې امنیتي ځواکونه په پوره ډول اکمال او دغه شان دې له شخصي او سیاسي سلیقو او خبرو لېرې وساتل شي چې پر مورال یې منفي اغېز ونه کړي.

تر دې وړاندې هم په وار وار په رسنیو او سیاسي مجالسو کې د جګړو له سیمو د افغان امنیتي ځواکونو د تجهیزاتو او اکمالاتو د نه رسېدو له امله شکایتونه شوي وو.

په ورته وخت کې د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي وايي، په تېر یو کال کې د افغان امنیتي ځواکونو پراخ تلفات مني، خو د نوموړي په خبره، اوس دا تلفات راکم شوي دي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي

ده زیاته کړه:

"موږ په دې وروستي کال کې دا منو چې له بده مرغه زموږ د امنیتي ځواکونو تلفات د نورو کلونو په پرتله زیات وو، خو په دې وروستیو درېیو میاشتو کې دغه تلفات فوق العاده راکم شوي، له هغه وخته چې د افغانستان د خلکو د دښمنانو پر وړاندې تهاجمي او تعرضي عملیات زیات شول، د امنیتي ځواکونو تلفات هم راکم شول."

د افغان اتلانو د بنسټ غړي ټینګار کوي چې حکومت باید امنیتي ځواکونو ته په خپل ټاکلي وخت حقوق او امتیازات ورکړي او هېڅ چاته دې دا اجازه نه ورکوي چې سپکاوی او بې حرمتي یې وکړي، ځکه د دوی په خبره، د هېواد د ملي ګټو پر وړاندې سره کرښه افغان امنیتي ځواکونه دي.

راپور: فېروزه عزیزي

XS
SM
MD
LG