د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۶

ویسا: افغان حکومت د ځینو طالب چارواکو په اړه «م.م» ته شکایت کړی


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې د بېلابېلو مطالبو په اړه مقالې لیکلي دي.

ملي ارمان:

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې لیکلي چې حکومت تېره ورځ اعلان وکړ چې قطر او روسیې ته یې د ځینو طالب چارواکو د سفر په اړه ملګرو ملتونو ته شکایت کړی دی.

سرمقاله لیکونکی لیکي، حکومت د دغه شکایت لامل د ملګرو ملتونو په تور لېست کې د یو شمېر دغو طالب چارواکو د نومونو موجودیت ښودلی دی چې د هغه سازمان د پرېکړې له مخې، د نړۍ نورو هېوادونو ته د سفر حق نه لري او د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه باید دا ټکي مراعات کړي.

په سرمقاله کې راغلي، حکومت باید یو بام او دوه هوا سیاست پرېږدي، ځکه د سرمقاله لیکونکي په خبره، پخوا هم دغو طالب چارواکو نورو هېوادونو ته سفرونه کړي، خو حکومت په دې اړه هېڅ نه دي ویلي.

ورځپاڼې د سرمقالې په وروستۍ برخه کې لیکلي، له هرې هغې هڅې چې زمونږ خلک سولې ته رسولای شي، باید استفاده وشي.

ویسا:

ویسا خپلواکې ورځپاڼې په خپله سر مقاله کې لیکلي، د مسکو دوه ورځنۍ غونده چې د طالبانو او یو شمېر سیاسي ډلو د استازو په ګډون جوړه شوې وه، د نهه ماده ییز پرېکړه لیک په خپرېدو يای ته ورسېده.

په سرمقاله کې راغلي، د مسکو غونډې ته د حکومت پلاوی نه و وربلل شوی، نو په بدل کې یې حکومت د مسکو د غونډې په اړه دومره منفي تبیلغات وکړل چې څومره یې توان رسېد.

د سرمقاله لیکونکي په باور، حکومت او په ځانګړي ډول ولسمشر غني بې ځایه ځان خولې کاوه او بې ځایه یې د داسې یوې غونډې مخالفت وکړ چې که په طبعي ډول ناکامه هم شي، تور او زیان یې دواړه د بې کفایته چارواکو د پوزې پېزوان دی او که بریالۍ شي هم یو پېغور به خامخا ورته پاتې وي.

ورځپاڼه لیکلي، د اشرف غني حکومت په دې ورځو کې نه د امریکایانو په غونډو کې ځای لري او نه د طالبانو.

هېواد:

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، افغان حکومت په کابل کې د سیاسي دفتر د پرانیستلو په اړه د طالبانو د مسکو د مرکچي پلاوي د مشر غوښتنې ته مثبت ځواب وايي او دا د سولې لپاره د حکومت د پلان یوه برخه ده.

ورځپاڼه لیکي، د حکومت د سولې په پلان کې ویل شوي، حکومت چمتو دی چې له طالبانو سره بې قید او شرطه خبرې وکړي، دا ډله د سیاسي ګوند په توګه په رسمیت وپېژني او په کابل کې ورته د سیاسي دفتر د پرانیستلو امکان برابر کړي.

ورځپاڼې دا هم لیکلي چې افغان حکومت په هر ځای کې د هر چا له خوا د سولې د غونډو او خبرو ملاتړ کوي، خو مشروط پر دې چې ملي ارزښتونو ته پام او درناوی وشي.

XS
SM
MD
LG