د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۵۳

د ایران د اسلامي انقلاب ۴۰مه کلیزه او د مخکښو سیاسي ګوندونو ستونزې


ارشیف
ارشیف

په داسې حال کې چې ایران د اسلامي انقلاب څلوېښتمه کلیزه لمانځي، د دې هېواد مخکښ سیاسي ګوندونه له سختو ستونزو سره مخ دي.

که څه هم چې په ایران کې اصلاح غوښتونکي سیاسیون په زوره له صحنې ویستل شوي دي، خو د ۱۹۸۰ کال د وخت د جمهوري ریاست مرستیال محمد علي ابطحي په دې باور دی چې تدریجي بدلون د ایران لپاره یوازنی انتخاب دی.

په ایران کې د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو اړوند له پراخو مظاهرو راهیسې پخوانی ولسمشر محمد خاتمي رسنیو سره له خبرو منعه شوی او د ۲۰۰۹ کال د ولسمشرۍ کاندیدان مهدي کروبي او میر حسین موسوي له اتو کلونو راپدېخوا په کورونو کې نظر بند دي.

د ایران په اصلاح غوښتونکو سیاستوالو کې د یوه نوي نسل د راڅرګندېدو نښې نښانې موجودې دي، خو دې ته په پام چې د ایران نګهبان شورا دا واک لري چې ولسمشرۍ ته ولاړ کاندیدان رد کړي، داسې ښکاري چې د اصلاح غوښتونکو نوی نسل واجد شرایط نه ګڼل شي.

اصلاح غوښتونکو خپلې زیاتې هیلې په اوسني ولسمشر حسن روحاني پورې تړلي دي چې یو معتدل سیاستوال بلل کېږي او د ۲۰۱۵ م کال د اټمي موافقې له لارې يې له لوېدیځ سره د جوړجاړي هڅه کړې ده.

د ایران ولسمشر حسن روحاني
د ایران ولسمشر حسن روحاني

محافظه کاره سیاستوال او څئړونکي امیرمحبیان فرانس پرېس اژانس ته ویلي دي، حقیقت دا دی چې په ایران کې سیاسي لوبه بدله شوې ده.

محبیان وايي، تر اوسه پورې ایراني رأیې ورکوونکو له داسې شخصه ملاتړ کاوه چې زیات تاوان ونه رسوي، خو اوس خلک د هغه چا تر شا درېږي چې وکولای شي چې د دوی ستونزې حل کړي.

خبریال احمد زید ابادي چې څو ځله د ایران حکومت زنداني کړی دی، په دې نظر دی چې د اصلاح غوښتونکو دا پلان چې د هېواد اصلي سیاسي جوهر بدل کړي، لاینحله نقطې ته رسېدلی دی او علت يې دا دی چې د دې هېواد سېستم هېڅ ډول نرمښت نه لري.

خو نوموړی وايي، د اصلاح غوښتونکو ترمنځ اختلافات په دې معنا نه دي چې محافظه کاران به ترې ګټه پورته کړي او هغه ځکه چې محافظه کاران باید لومړی له نظام سره خپلې اړیکې له سره تعریف کړي.

امیر محبیان په دې باور دی چې راتلونکي پنځه کاله د ایران د سیاست لپاره خورا مهم دي او حقیقت دا دی چې ایران اړتیا لري چې یو وخت باید د ستر مذهبي مشر ایت الله علي خامنيه یې چې سږ کال اتیا کلن کېږي، ځای ناستی انتخاب کړي.

خو د هغه په خبره مهمه پوښتنه داده چې ایا د ایران په مشرتابه کې بدلون به ددې هېواد په سیاسي څرنګوالي کې بدلون ته زمینه برابره کړي او کنه؟

XS
SM
MD
LG