د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه دا وخت په لوړه کچه د ټرانزیتي ستونزو د هواري خبر ورکوي.
د سوداګرۍ او صنایعو خونه داسې مهال د ټرانزیتي ستونزو د هواري خبره کوي چې دا وخت افغانستان له بېلابېلو هېوادونو سره د ځمکې او هوايي دهلېزونو له لارې پرانیستې اړیکې لري.
د یادې خونې مرستیال خانجان الکوزي د پنجشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۸» ازادي راډيو ته وویل، دې ته په کتو دا وخت د افغان سوداګرو او موټر چلوونکو ۸۰ سلنه ټرانزیتي ستونزې هوارې شوې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ له یوې اتکاء خلاصېږو، د ملي وحدت حکومت یوه لاسته راوړنه دا ده چې په ټولو هغو ظرفیتونو او لارو يې کار وکړ چې له پخوا موجود و، خو امکانات پهکې نهوو، اوس په نورمال شکل زموږ مالونه پهدې لارو ځي او راځي او ویلی شو چې دا وخت تقریباً له ټرانزیتي ستونزو ۸۰ سلنه خلاص شوي یو."
د ښاغلي الکوزي په خبره دې کار د سوداګرو ترمنځ سالمې سیالۍ او افغانستان ته د بېلابېلو مالونو د واردولو او ورڅخه د صادرولو زمینه برابره کړې ده.
دی وايي، سوداګر اوس داسې لار غوره کوي چې ګټهيې ډېره او لېږد رالېږد يې اسانه وي.
دا پهداسې حال کې ده چې له دې وړاندې د افغانستان ډېره اتکاء د کراچۍ پر بندر وه، خو پهدې وروستیو کې د اقینې بندر، شیر خان بندر، حیرتان بندر، چابهار بندر، لاجوردو لارې او ډېرو هوايي دهلېزونو څخه استفادې افغان سوداګر تر ډېره له تړلي حالته ایستلي دي.
دې ته په کتو د اقتصادي چارو یو شمېر کاپوهان له دې ډلې سید الرحمان عمران وايي، د ټرانزیتي ستونزو حل مسقیماً په بازارونو اغېز لري.
دی زیاتوي:
"که د ټرانزيت ستونزه په دومره اندازه حل شوې، باید دلته ورسره نرخونه کم شي، د دې تر څنګ دا کار ډېرې ګټې لري د بېلګې په توګه موږ تازه مواد صادرولی او واردولی شو، د دې تر څنګ دا پرمختګ خپله په پانګونې باندې اغېز کوي."
ښاغلی عمران وايي، د ټرانزیتي ستونزو هواری د نرخونو تر څنګ په کیفیت هم مثبت اغېز شیندي او په ټوله کې دا کار د بازارونو لا غوړېدا ته زمینې برابروي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ