د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۳۵

د کندز ولسونه د بین‌الافغاني سولې او د ملي وحدت له حکومته ملاتړ کوي


د کندز ولایت ولسونه پر وسله‌والو طالبانو غږ کوي، د دې پر ځای چې په بهرنیو هېوادونو کې د سولې بهیر پر مخ یوسئ، افغان حکومت سره د مذاکراتو مېز ته کینئ او خپلې ستونزې مخامخ له یو بل سره شریک کړئ.

د دې ولایت ولسونه وايي، څو چې وسله‌وال طالبان له افغان حکومت سره مخامخ خبرو اترو ته حاضر نه‌شي، دا کومې غونډې چې د سولې په نوم په بهرنیو هېوادونو کې ترسره کېږي د افغانانو په ګټه نه‌دي.

د کندز یو تن اوسېدونکي زاهد کریمزي په‌دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"څو لسیزې مخکې هم دغه‌شان غونډې تکرارې شوې وې چې هغه وخت دلته له روس سره جګړه وه او مشران به امریکا ته تلل او غونډې به‌یې کولې او حتي په بیت‌الله شریف کې یې پر قران کریم لاس کېښود، خو بیا هم موږ مثبتو پایلو ته ونه‌رسېدو."

د دوی د خبرو پر بنسټ چې خپلواکه سوله هغه وخت رامنځته کېدای شي چې مشري یې د افغانانو په واک کې وي او دا چې اوسنۍ جګړه د افغان حکومت او د طالبانو ترمنځ جریان لري، نو یوازې هم دوی په خپله کولای شي چې په خپل منځ کې دغه ستونزه حل او فصل کړي.

د کندز ښار
د کندز ښار

د نوموړي ولایت یو شمېر اوسېدونکي زیاتوي چې ټول افغانان له جنګ او ناامنیو څخه نور سخت په تنګ راغلي او د سولې تږي دي، خو خلک داسې سوله غواړي چې واک‌یې د افغانانو په لاس کې وي.

د کندز دوه تنه ځوانانو صلاح‌الدین ساپي او ظهیر نیازي په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"موږ باتدبیره او تل‌پاتې سوله غواړو او هغه سوله چې بین‌الافغاني وي او هغه سوله چې وسله‌وال طالبان اساسي قانون، د افغان وسله‌وال پوځ او دغه نظام ومني موږ داسې سوله غواړو."

"دا چې دوی کله په مسکو کې او کله په قطر کې غونډې کوي، دا ډول ناستې کومه ګټه نه‌لري، نو زه پر طالبانو غږ کوم چې کابل ته دې راشي او د افغان حکومت سره دې خبرې وکړي."

د دې ولایت د ولسونو د خبرو پر بنسټ چې اوسنی نظام د خلکو د رأیو د پایلو پر اساس منځته راغلی او د هېواد د ټولو نافذه قوانینو پر اساس پوره مشروعیت لري او په‌دې اساس د کندز ټول ولسونه د ملي یووالي حکومت څخه غوڅ ملاتړ کوي او د بین‌الافغاني سولې غوښتونکي دي.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG