د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۲:۰۶

اجرائیه ریاست: د سولې د هڅو له زیاتوالي سره افغانستان سولې ته نږدې شوی

د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید مثیم
د افغان حکومت د اجرائیه ریاست مرستیال ویاند امید مثیم

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه د افغان سولې لپاره د هلو ځلو له زیاتوالي سره افغانستان سولې ته نږدې شوی.

د افغان حکومت اجرائیه ریاست وايي چې د امریکا ولسمشر چې د افغانستان د سولې په اړه کومې څرګندونې کړي، په افغانستان کې سولې ته د رسېدو لپاره هیلې زیاتې کړې.

د دغه ریاست مرستیال ویاند امید مثیم د چهارشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۷» ازادي راډیو ته وویل، سوله اوږدمهاله پروسه ده او په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه پرله‌پسې او همغږو هڅو ته اړتیا لري.

ده زیاته کړه:

"اوس چې د افغانستان د سولې لپاره په سیمه‌ییزه او نړیواله کچه هلې ځلې زیاتې شوي، نو افغانستان هم سولې ته نږدې شوی، هیله مو داده چې دغه هڅې تر هغې دوام پیدا کړي چې افغانستان یوې تل‌پاتې سولې ته ورسېږي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ تېره ورځ ملت ته په خپلې کلنۍ وینا کې ویلي چې په افغانستان کې سولې ته په رسېدو به د امریکايي عسکرو حضور کم کړي.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ
د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ

ده وویل:

"ما په افغانستان کې یوه سیاسي حل ته د رسېدو لپاره خپلې خبرې چټکې کړي، مخالف لوری هم ډېر خوښ دی چې خبرې ورسره وشي، زموږ سرتېرو سخته جګړه وکړه، د هغوی له زړورتیا مننه کوو، موږ اوس د دې جوګه یوو چې د دې اوږدې او خونړۍ جګړې د پای ته رسولو لپاره د یوه ممکن سیاسي حل لټولو ته دوام ورکړو."

اوس امریکا په افغانستان کې ۱۴ زره سرتېري لري او دغه هېواد د افغانستان په دې اوږدې جګړه کې شااوخوا زر میلیارده ډالره مصرف کړی.

له افغانستانه د امریکايي ځواکونو له وتلو سره ګڼ امریکايي پوځي او سیاسي مشران مخالفت لري او افغان حکومتي چارواکي یې اندېښمن کړي.

اجرائیه ریاست وايي چې د ترورېزم په وړاندې د افغان حکومت او امریکا ګډه مبارزه روانه ده او تمه ده چې دغه مبارزه به دوام وکړي.

سولې ته د رسېدو لپاره د طالبانو یو اساسي شرط له افغانستانه د بهرنیو عسکرو وتل دي.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد تر اوسه څو وارې له طالبانو سره مستقیمې خبرې کړي.

ښاغلي خلیل‌زاد وروستی ځل په دوحه کې له طالبانو سره شپږ ورځې خبرې وکړې او ویې‌ویل چې تر بل هر وار یې دا ځل خبرې ډېرې مؤثرې وې.

بل‌خوا یو شمېر افغان سیاستوال په مسکو کې له طالب استازو سره د افغانستان د سولې په اړه په خبرو بوخت دي.

په ورته وخت کې د افغانستان د ولسي جرګې د منشي مرستیال عرفان‌الله عرفان وايي، یوې تل‌پاتې سولې ته د رسېدو لپاره باید سیمه‌ییزې او نړیوالې هڅې همغږې شي.

د افغانستان د ولسي جرګې د منشي مرستیال عرفان الله عرفان
د افغانستان د ولسي جرګې د منشي مرستیال عرفان الله عرفان

نوموړی زیاتوي:

"د سولې په اړه د ټرمپ وینا ښه وه، تمه لرو چې د سولې په اړه نه‌یوازې وینا وشي، بلکې عملي ګامونه هم اوچت شي، امریکا باید د افغان حکومت او افغانانو په مشوره د سولې خبرې مخ ته یوسي، امریکا او ګاونډي هېوادونه باید د افغان سولې لپاره صادقانه کار وکړي."

ټاکل شوې چې د افغانستان د سولې لپاره د روانو هڅو په دوام د فبرورۍ په ۲۵مه د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د حکومت ځانګړی استازی زلمی خلیل‌زاد یو ځل بیا په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر له استازو سره وګوري.

راپور: رحمت‌الله افغان

This item is part of
XS
SM
MD
LG