د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۹

فیفا: افغان حکومت په انتخاباتي کمېسیونونو کې اصلاحاتو ته جدي ښکاري


د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائيوي رئیس يوسف رشید
د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو د بنسټ اجرائيوي رئیس يوسف رشید

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ د مشاهدو او معلوماتو له مخې، افغان حکومت په انتخاباتي کمېسیونونو کې اصلاحاتو ته جدي ښکاري.

د افغانستان د ازادو او عادلانه انتخاباتو بنسټ یا فیفا په انتخاباتي کمېسیونونو کې د اصلاحاتو د راوستو لپاره د حکومت د جدي ارادې خبره کوي.

د دغه بنسټ اجرائيوي رئیس يوسف رشید د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۷ کال د سلواغې ۱۵» ازادي راډیو ته وویل، د حکومت مشرانو له دوی او يو شمېر نورو څارونکو بنسټونو سره په انتخاباتي کمېسیونونو کې د اصلاحاتو لپاره مشورې پيل کړې دي.

دی وایي:

"لیدل کېږي چې حکومت دغې مسئلې ته جدي پاملرنه کوي، دوهمه غونډه ده چې د حکومت له‌خوا له موږ سره ترسره کېږي او تقریباً ليدل کېږي چې دوی غواړي، د ټولو اړوندو خواوو اندېښنې او سپارښتنې واوري او کېدای شي چې په دې اړه په همدې اوونۍ کې ولسمشر په يوه بله ناسته کې له سیاسي جریانونو، نوماندانو او څارونکو بنسټونو سره وګوري."

ښاغلی رشید وایي، حکومت باید حالاتو ته په کتو په انتخاباتي کمېسیونونو کې هغه ډول اصلاحات راولي چې اړتیا ورته لیدل کېږي.

دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر محمد اشرف غني څو ورځې وړاندې د لویې جرګې په خیمه کې د سولې په اړه ځوانانو ته د وینا پر مهال په انتخاباتي کمېسیونونو کې د پراخو اصلاحاتو خبره وکړه.

ښاغلي غني وویل، انتخاباتي کمېسیونونو د ملت پر وړاندې خپل باور بایللی او په دې اړه د ټولنې په ټولو اقشارو کې اجماع موجوده ده چې نور په دغو کمېسیونونو باور نه‌لري.

ولسمشر غني دا هم وویل چې انتخاباتي قانون به تعدیل او غواړي چې د ولسمشریزو انتخاباتو پایلې په دوو ورځو کې له خلکو سره شریکې شي.

په انتخاباتي کمېسیونونو کې د اصلاحاتو په اړه دا خبرې په داسې حال کې کېږي چې د ولسي جرګې په انتخاباتو کې د درغلیو او نتایجو د ځنډېډو له امله پراخ انتقادونه موجود دي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د میزان د میاشتې په وروستیو کې ترسره شول، خو وروستۍ نتیجې يې لا هم نه‌دي اعلان شوي.

په ورته وخت کې د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله هم د دوشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل چې له انتخاباتو د څار بنسټونو او سیاسیونو سره له مشورو وروسته به په انتخاباتي بنسټونو کې د اصلاحاتو لپاره لازم اقدامات وشي.

د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله
د افغان حکومت اجرائيه رئیس عبدالله عبدالله

دی وایي:

"د انتخاباتي کمېسیونونو د کار په اړه پراخې مشورې شوې دي، لومړی پړاو مشورې د ولسمشریزو انتخاباتو لپاره د نوماندانو تر نوملیکنې وړاندې وشوې او ټاکل شوې چې د مشورو بل پړاو هم وشي، د خلکو په نظرونو او اندېښنو تاسو پوهېږئ، له بده مرغه د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات له ستونزو سره ترسره شول."

ښاغلي عبدالله دا شان وویل چې په انتخاباتي کمېسیونونو کې د اصلاحاتو او بدلونونو په اړه له مشورو وړاندې هېڅ ډول پرېکړه نه‌ده شوې او په دې برخه کې لا مشورې روانې دي.

دا په داسې حال کې ده چې ځينو سرچینو له دې وړاندې ازادي راډيو ته ویلي چې د ولسي جرګې د انتخاباتو د وروستیو پایلو له اعلان وروسته ښايي په انتخاباتي کمېسیونونو کې پراخ بدلونونه راشي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG