د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۹

د انتخاباتو کمېسیون: بهرنیو چارو وزارت مو مکتوبونو ته واضح ځواب نه دی ویلی


د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد

د افغانستان د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وايي، د بهرنیو چارو وزارت تر اوسه هم ورته د احتمالي کاندیدانو او مرستیالانو په اړه د دوهم تابعیت معلومات نه دي ورکړي.

د جمهوري ریاست د احتمالي کاندیدانو د اسنادو د علني څېړنې د پروسې له پیل سره جوخت د انتخاباتو خپلواک کمېسیون د ځینو حکومتي ارګانونو په تېره د بهرنیو چارو وزارت له نه همکارۍ اندېښنه ښیي.

د دې کمېسیون رئیس ګلاجان عبدالبدیع صیاد وایي چې دوی د احتمالي کاندیدانو او د هغوی د مرستیالانو د دوهم تابعیت په اړه د دوو مکتوبونو په استولو سره له بهرنیو چارو وزارته معلومات غوښتي، خو دې وزارت لا تراوسه دوی ته په دې هکله بشپړ وضاحت نه دی ورکړی.

ښاغلي صیاد د یکشنبې په ورځ د جمهوری ریاست د احتمالي کاندیدانو د اسنادو د علني څېړنې د پروسی په پیل کې په دې اړه وویل:

"د کاندیدانو او د هغوی د مرستیالانو د دوهم تابعیت په اړه مو د بهرنیو چارو وزارت ته دوه رسمي مکتوبونه استولي، خو د دې وزارت چارواکو زمونږ د مکتوبونو په ځواب کې تر ننه پورې واضح څه نه دي را لېږلي چې له دې کسانو کوم یو دوهم تابعیت لري."

د افغانستان د انتخاباتو د قانون له مخې، د جمهوری ریاست د احتمالي کاندیدانو د اسنادو څېړل په علني ډول ترسره کېږي او له هغې وروسته د شکایاتو کمېسیون په دې اړه شکایتونو ته رسېدنه کوي.

په عین حال کې د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند عبدالعزیز ابراهیمی ازادي راډیو ته وویل چې ممکن ځینې کاندیدان په شرایطو برابر ونه پېژندل شي او لومړي لېست ته لاره پیدا نه کړي.

د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د احتمالي نوماندانو یو ګډ انځور
د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره د احتمالي نوماندانو یو ګډ انځور

​د انتخاباتو خپلواک کمېسیون وایي چې اتلس تنه د ولسمشرۍ راتلونکو انتخاباتو ته کاندیدان دي او د دوهم تابعیت په ګډون به د دوی اسناد په جدي ډول وڅېړل شي.

هڅه مو وکړه چې د کاندیدانو او د هغوی د مرستیالانو د دوهم تابعیت په برخه کې د نه همکارۍ په هکله د بهرنیو چارو وزارت نظر ولرو، خو له ډېرو تماسونو سره سره بریالي نشو.

خو د افغانستان د انتخاباتو د څارنې موسسې د پروګرامونو مسؤل حبیب الله شینواری وایي چې د قانون له مخې د بهرنیو چارو وزارت او ټول حکومتي ارګانونه مکلف دي چې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره لازمه همکاري وکړي.

دی وایي:

"که چېرې د بهرنیو چارو وزارت د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره دا همکاري نه کوي، دا واقعاً د اندېښنې وړ ده، د انتخاباتو د قانون د نهمې او لسمې مادې پر اساس ټولې ادارې مکلفې دي چې د انتخاباتو له خپلواک کمېسیون سره همکاري ولري."

هغه د جمهوری ریاست د احتمالي کاندیدانو د اسنادو د علنې څېړنې پر پروسې هم انتقاد کوي او وایي چې دا لړۍ په شفافه توګه پر مخ نه وړل کېږي.

ښاغلی شینواری ټینګار کوي چې د جمهوري ریاست د احتمالي کاندیدانو د اسنادو د څېړلو پروسه د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون له خوا مخکې ترسره شوې او اوس د علني څېړنې په نوم نمایشي کار ترسره کېږي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG