د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۶ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۸:۳۰

په امريکا کې د حجاب نړيواله ورځ ولمانځل شوه

یوه امریکایي حجاب لرونکې مېرمن
یوه امریکایي حجاب لرونکې مېرمن

په امريکا کې لسګونه مسلمانې ښځې او د هغوى ملاتړو د حجاب نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې برخه واخيسته.

د غونډې برخوالو د حجاب نړيوالې ورځې په لمانځغونډه کې د هر توکم له ښځو غوښتنه وکړه چې د مسلمانو ښځو په وړاندې د تبعيض پرضد مبارزه وکړي.

١٨ کلنې مدينې عبدالکريم وويل، د حجاب د پر سر کولو له کبله په ښوونځي کې له ناوړه چلند سره مخامخ شوې ده.

هغې په خپلو خبرو کې وويل چې له نورو انسانانو سره توپير نه لري.

دې زیاته کړه:

"زه هم ستاسو په څېر انسان او تاسو ته ورته يم، خو څرنګه چې زه حجاب پر سر کوم، ځيني کسان ځانونه راحت نه احساسوي، يا راڅخه ویرېږي، په کار نه ده چې دوى راڅخه وويرېږي."

د امريکا په نيويارک کې د دې جوړې شوې غونډې تنظيموونکې نظما خان وويل، په کار ده چې په ښوونځيو کې د حجاب په اړه د پوهاوي ورکولو ته ادامه ورکړل شي.

د امريکا په نيويارک کې د حجاب لمانځونکې غونډې تنظیموونکې نظما خان
د امريکا په نيويارک کې د حجاب لمانځونکې غونډې تنظیموونکې نظما خان

دا وایي:

"نن سبا د ښوونځيو زده کوونکي د غير مسلمانو ښوونځيو زده کوونکو ته د حجاب په اړه معلومات ورکوي، نو لږ زده کوونکي به په ښوونځيو کې د حجاب پر سر کولو له کبله له تبعيض سره مخامخ شي، ما د دې نظر د عامولو لپاره خپل هدف ترلاسه کړى دى."

د حجاب نړيواله ورځ د نظما خان له خوا په ٢٠١٣ میلادي کال کې ايجاد شوه.

د دې ورځې د ايجاد هدف خلکو ته د هغو کسانو په باب د پوهاوي ورکول وو چې حجاب پر سر کوي.

ويل شوي چې هر کال د فبرورۍ پر لومړۍ نېټه دغه ورځ د نړۍ په شااوخوا ١٩٠ هېوادونو کې لمانځل کېږي.

This item is part of
XS
SM
MD
LG