د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۵ وری ۱۴۰۵ کابل ۰۶:۳۰

افغان حکومت د امریکا د سنا مجلس له تصویب شوې لایحې هرکلی وکړ

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم
د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم

افغان حکومت له افغانستان او سوریې د بهرنیو ځواکونو د وتلو د مخالفت په اړه د امریکا د سنا مجلس له لوري له تصویب شوې لایحې هرکلی وکړ.

د امریکا د سنا مجلس له لوري له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو پرخلاف د یوې لایحې له تصویب وروسته، افغان حکومت له دغې پرېکړې هرکلی کوي او وایي چې په دغه هېواد کې د بهرنیو ځواکونو حضور ته اړتیا ده.

د اجرائیه ریاست د ویاند مرستیال امید میثم د شنبې په ورځ ازادي راډيو ته وویل، لا هم ترهګر د دواړو هېوادونو د ګټو پر وړاندې جنګېږي او اړینه ده چې امریکایي سرتېري په دغه هېواد کې د سولې د ټینګښت او د ترهګرو د له منځه وړلو په هدف حضور ولري.

دی زیاتوي:

"په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالتونو او سرتېرو حضور یې یوه اړتیا ده، لا هم په افغانستان کې ترهګر په بېلابېلو کرښو کې د دغو دواړو هېوادونو پر وړاندې د جګړې په حال کې دي، په افغانستان کې د ترهګرو ډلو د له منځه وړلو او د دوامداره امنیت تر ټینګښت پورې د دې احساس کېږي چې همکاري یوه اړتیا ده او هیله مند یوو چې دغه همکارۍ دوام وکړي."

دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د سنا مجلس چې جمهوریت غوښتونکي په کې کې اکثریت دي، د پنجشنبې په ورځ له افغانستان او سوریې د امریکایي ځواکونو پر وتلو مخالفت څرګند کړ او په دې اړه یې یوه لایحه تصویب کړه.

په دغې لایحه کې ویل شوي چې ترهګرې اسلامپالې ډلې لا هم په افغانستان او سوریه کې فعالیت کوي او دا د امریکا پر وړاندې ګواښ دی.

په لایحه کې دا هم راغلي چې په افغانستان او سوریه کې د داعش او القاعده ترهګرو ډلو پر وړاندې په مبارزه کې پرمختګ شوی، خو په دغو دوو هېوادونو کې د لاسته راوړنو د ساتنې لپاره د لازمو اقداماتو له نه نیولو وړاندې د امریکایي ځواکونو بېړني وتل به نه یوازې سیمه بې ثباته کړي، بلکې د یوې خلا د جوړولو احتمال هم شته چې د ډکولو لپاره به یې روسیه او ایران هڅو ته مټې بډ وهي.

له دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ ویلي وو چې د سولې د یوې هوکړې د ترلاسه کېدو په صورت کې به له افغانستانه امریکایي ځواکونه وباسي.

خو ځينو معتبرو رسنیو د امریکایي چارواکو په حواله راپورونه ورکړي چې ولسمشر غني ښاغلي ټرمپ ته یو لیک استولی او په دغه لیک کې یې د جګړې له میدانه د امریکایي ځواکونو د بېړنيو وتلو په اړه یې اندېښنه څرګنده کړې او د وضعیت کنټرول یې ستونزمن یاد کړی.

ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل امریکایي سیال ډونالد ټرمپ سره د لیدنې په حال کې
ارشیف، افغان ولسمشر محمد اشرف غني له خپل امریکایي سیال ډونالد ټرمپ سره د لیدنې په حال کې

​په لیک کې د ښاغلي غني په حواله راغلي چې د امریکایي ځواکونو بېړني وتل د اوسني نظام بقا له ګواښ سره مخ کوي او یو وار بیا طالبانو ته دا فرصت ورکوي چې خپله واکمني پراخه او د قدرت د لاسته راوړلو لپاره جګړې ته ننوځي.

ولسمشر محمد اشرف غني په دغه لیک کې چې د تېرې اوونۍ د سې شنبې په ورځ یې استولی، په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو د پاتې کېدو د دوام لپاره د هغوی د مصرف د کموالي غوښتنه کړې ده.

دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له طالبانو سره د مذاکراتو د ورستۍ دورې په اړه نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې دواړه لوري له افغانستانه د امریکایي ځواکونو د وتلو او د دغه هېواد له خاورې د متحده ایالتونو پر وړاندې د القاعدې په ګډون د ترهګرو ډلو له لوري د استفادې پر مخنیوي په یوې تګلارې هوکړې ته رسېدلي دي.

له دې سره د نړیوالو اړیکو یو شمېر افغان کارپوهان له دې ډلې لطیف نظري ټینګار کوي چې افغان حکومت باید داسې سیاست غوره کړي چې په دغه هېواد کې د امریکایي ځواکونو د پاتې کېدو لامل وګرځي.

دی وایي:

"سیاسي واقعیتونه د دې لامل ګرځي چې افغان حکومت خپل نړیوال همکاران له لاسه ورنه کړي او یو وار بیا منزوي نشي، هر هغه سیاست چې له مخې یې له نړیوالو سره د افغانستان اړیکې ټينګې کړي، باید غوره شي چې له امله یې هغوی دلته سیاسي او پوځي حضور ولري، ځکه دا کولای شي چې د افغانستان په کورنیو چارو کې د لاسوهونکو هېوادونو له لاسوهنې مخنیوی وکړي."

ښاغلی نظري ټینګار کوي چې افغان حکومت باید له طالبانو سره د سولې په خبرو کې هم محتاطانه چلند وکړي او اجازه ورنه کړي چې دغه خبرې یې د ستراتيژیک ملګري امریکا د له لاسه ورکولو لامل شي.

راپور: فېروزه عزیزي

This item is part of
XS
SM
MD
LG