د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۳

ولسمشر غني: غواړم د راتلونکو انتخاباتو نتیجې په ۲ ورځو کې معلومې شي


ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

له پراخو انتقادونو او سپارښتونو وروسته بالاخره ولسمشر محمد اشرف غني له ولسمشریزو انتخاباتو مخکې په انتخاباتي کمېسیونونو کې د پراخو بدلونونو خبر ورکړ.

ولسمشر غني وايي، په انتخاباتي کمېسیونونو کې به پراخ اصلاحات رامنځته شي.

ولسمشر غني چې نن يې د لويي جرګې په خېمه کې د سولې په اړه د ځوانانو یوې لوېې غونډې ته وینا کوله، له اصلاحاتو ور هاخوا ټینګار وکړ چې راتلونکي انتخابات به په بایومټریک بڼه تر سره شي.

نوموړي وویل:

"په کمېسیونونو کې پراخ اصلاحات راځي ځکه چې د ملت پر وړاندې يې خپل باور بایللی دی. د ټولو قشرونو تر منځ پر دې اجماع ده چې نور پر کمېسیونونو باور نه لري، قانون تعدلېږي او د مشورو پر بنسټ تغییرات راځي، ټولې رأيې باید بایومټریک وي."

ولسمشر غني دا هم وویل چې انتخاباتي قانون به تعدیل او غواړي د ولسمشری د انتخاباتو نتیجې په دوه ورځو کې له خلکو سره شریکې شي.

ولسمشر غني وايي، په انتخاباتي کمېسیونونو کې به پراخ اصلاحات رامنځته شي.

ښاغلي غني د راتلونکو انتخاباتو مخکې د دغو اصلاحاتو یادونه له هغې وروسته کړې چې د ولسي جرګې انتخاباتو او بیا نتیجو ځنډ په انتخاباتي کمېسیونونو د پراخو انتقادونو سبب شوي دي.

د افغانستان د ولسي جرګې انتخابات د میزان د میاشتې په وروستیو کې ترسره شول، خو وروستۍ نتیجې يي لا هم نه‌دي اعلان شوي.

د ځند ور هاخوا په انتخاباتي کمېسیونونو د پراخو درغلیو او فساد تورونه پورې دي.

د انتخاباتو څار بنسټونو دې ټولو ته په کتو ویلي چې دا کمېسیونونه د راتلونکو انتخاباتو مدیریت نه‌شي کولای.

ټاکل شوې د افغانستان د ولسمشرۍ، ولایتي شوراګانو، ولسوالیو شوراګانو او د غزني د ولسي جرګې انتخابات د ۱۳۹۸ کال د سرطان د میاشتې په ۲۹ نېټه تر سره شي.

خو پوښتنه دا ده چې:

  • که حکومت د اصلاحاتو خبره کوي ایا بیا هم په همدې نېټه دا انتخابات ممکن دي؟

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات وايي، په کمېسیون کې پراخ اصلاحات له پخوا پیل شوي او ممکن په مهالوېش څه اغېز ونه‌کړي.

د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات
د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د ویاند مرستیال ذبیح سادات

ښاغلي سادات زیاته کړه:

"کوم اصلاحات چې د انتخاباتو په خپلواک کمېسیون پورې اړه لري هغه موږ همدا اوس پیل کړي، خو د کمېشنرانو په اړه کمېسیون څه واک نه‌لري چې څه اصلاحات یا ادلون بدلون راولي ځکه دا واک خپله د ولسمشر دی."

ښاغلي سادات ازادي راډيو ته وویل، که دا اصلاحات د قانون په چوکاټ کې د کمېشنرانو د ادلون بدلون په کچه هم وي، دوی يې د هېواد د ګټو په خاطر هرکلی کوي.

نوموړی دا هم وايي، که انتخابات د ټکنالوژۍ او بایومټریک سیسټم په‌واسطه تر سره شي، دوی دا وړتیا لري چې نتیجې يې ان په یوه ورځ کې هم اعلان کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG